پوهېږی په دې نارينه به دا مېرمن څه کوي؟ - Hindaara
Home / Uncategorized / پوهېږی په دې نارينه به دا مېرمن څه کوي؟

پوهېږی په دې نارينه به دا مېرمن څه کوي؟

د ترکيې هېواد مشهورې ماډلې بهار جاندان په ترکیه کې د موجود کرنټین څخه سر ټکولی دی او ويلي يې دي چې په دې ورځو کې سخته يوازې شوې ده، دې د خپل انسټاګرام له لارې يو اعلان ورکړی دی، په دې اعلان کې راغلي دي چې آغلې بهار د ځان لپاره يو نارينه ملګری ګوري، دې ملګري ته به د مياشتې د اوو سوو ډالرو په شاوخوا کې تنخوا ورکوي.

د تنخوا ترڅنګ به د پاتې کېدو يا اوسېدو ځاي مفت وي، ورسره به خواړه مفت وي او دا کس به هر اړخيزه بيمه هم ترلاسه کوي.

ددې کس څخه د بهار غوښتنه داده چې د کرنټین په موده کې به ورسره يو ځای ښه دوستي کوي او هڅه به کوي چې په دې موده کې او يا هم له دې وروسته يانې د کرنټین وروسته هم دی خپل کار کولی شي، خو ټوله هڅه به يې دا وي چې د بهار سره يو ښه دوست و اوسي او هغه خوشحاله واوسي‌.

بهار د ترکيې يوه مشهوره ماډله ده چې تل یې نوم په جالبو څرګندونو سره د رسنيو او مېډيا په ژبه وي، دا وروسته له هغه د زيات شهرت خاونده شوه چې کله يې په يوه تلويزوني پروګرام کې ګډون وکړ، دا د سټايل پروګرام و چې دا پکې زياته وځلیده.

دا اوس په انسټاګرام کې زيات تعقيب کوونکي لري او وخت په وخت د ژوند حال د خلکو تعقيب کوونکو سره شريک کوي، هغه که څه هم یوه پیغله ده مګر پکې مشهوره ځانګړنه داده چې د يو طفل غوندې خبرې کوي او ډېر زيات ناز کوي، ډېری خلک وايي چې د هغه ناز پورته کول ګران کار دی ځينې بيا وايی چې په ناز کې يې خوند دی.

About admin

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *