کرکټ نړيوالي شورا د راتلونكي نړيوال جام لپاره نوى پلان - Hindaara
Home / Sport / کرکټ نړيوالي شورا د راتلونكي نړيوال جام لپاره نوى پلان

کرکټ نړيوالي شورا د راتلونكي نړيوال جام لپاره نوى پلان

د کرکټ نړيوال شورا د راتلونكو جامونه په اړه تازه پريکړى کړى، کرکټ نړيوال شورا غواړي چى په راتلونكي کالونو کى د لسو لوبډلو په ځاى 24 لوبډلى په نړيوال جام کى ولوبيږى.

مخکى د کرکټ نړيوالي شورا ويلى وه، چى د 2023م کال نړيوال پنځوس اوريز جام کى به لس لوبډلى ولوبيږى، خو اوس کرکټ نړيوال شورا د خپلو غړو هيوادونو سره مشوره کړى ده، چى د 2023م کال تر 2031م کال پورى به پنځوس اوريز جام کى د لسو لوبډلو په ځاى 14 لوبډلى ولوبيږى.

د کرکټ نړيوال شورا ډيرې غړى په دى موفقه کړى ده، چى 14 لوبډلى دى ولوبيږى، خو ځينو غړو بيا هم د 16 لوبډلو د لوبيدو غوښتنه کړى وه، چى په دى موفقه نه ده رسيدلى.

کرکټ نړيوالى شورا ويلى دى، چى په 2019م نړيوال جام کى ايرلينډ، زمبابوې، سکاټلينډ او نيډرلينډ يو څه ښي لوبډلى وى، او دغو هيوادونو د کرکټ مينوال سخت غبرګونون راپارولى وه، او ويلى وه، چى دغه ښى لوبډلى دى، ولى د لوبيدو حق ورڅخه اخيستل شوى.

کرکټ نړيوال شورا زياتوى، چى دغو لوبډلو سره به مونږ په دويمه دريمه درجه هيوادونو کى زيات مينوال هم پيدا کړو، او دغه لوبډلى به يو څه مالى ملاټر هم ترلاسه کړى.

کرکټ نړيوالي شورا د 2023م نړيوال جام لپاره د سوپر ليګ لوبى رواني کړى دى، چى د سر اته لوبډلى به نړيوال جام ته نيغ په نيغ وځى، او پاتى لوبډلى به بيا دغه جام ته کواليفاى کوى.

په سوپر ليګ لوبه کى افغانستان په درجه بندى کى پنځمه مقام لرى، افغانستان په سوپر ليګ لوبه کى يوازي د ايرلينډ سره دري يوورځنى لوبى کړى چى دري واړه افغانستان ګټلى دى.

About Abdar

Check Also

راشد خان استرالياى لوبغاړي ته مهم پيغام ورکړو

راشد خان د افغانستان ملى لوبډلى پياوړتيا سلو توپ اچوونکى ده، چى استراليا لوبغاړي ته …

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *