کرکټ بورډ د شپږيزى ليګ لپاره پلان اعلان کړو - Hindaara
Home / Sport / کرکټ بورډ د شپږيزى ليګ لپاره پلان اعلان کړو

کرکټ بورډ د شپږيزى ليګ لپاره پلان اعلان کړو

د افغانستان کرکټ بورډ چى د 2019م نړيوال جام څخه ورسته د ملى لوبډلى لپاره عمومي سپانسر نه ده پيدا کړى، اوس هڅه کوى چى شپږيزى ليګ لپاره سپانسر وکړى.

د افغانستان ملى لوبډله له 2019م کال راهيسي هيڅه سپانسر نه لرى، او په نړيوال سيريزونو کى يوازي د يو يو سيريز لپاره سپانسر پيدا کړو، خو په تيرو دوه سيريزونه کى هيڅه سپانسر پيدا نه کړو، او ملى سپورټ ته يي عمومي سپانسر بى پيسو ورکړو.

اوس تازه د افغانستان کرکټ بورډ ملى سوداګرو ته وړانديز کړى ده، چى د اتم پړاو شپږيزى ليګ د لوبډلو ترڅنګ دى نور لګښتونو مالى سپانسر وکړى.

کرکټ بورډ په تازه اعلاميه کى ويلى دى: افغانستان کرکټ بورډ ټول هغه شرکتونو او سوداګرو ته بلنه ورکوى، چى اتم پړاو شپږيزى ليګ د لوبډلو پيردلو ته ليوالتيا لرى، افغانستان کرکټ بورډ سره دى خبرى شريك کړى.

شپږيزى کرکټ ليګ په 2013م کال کى په لومړۍ ځل په کابل کى شروع شو، چى په څو کلنو کى ډير پرمختګ وکړو، ان د نړيوال کرکټ مشهور لوبغاړو هم ګډون کى وکړو، چى د لوبډلو ترڅنګ ځينى نو لګښتو هم سپانسر شول، دغه هرڅه ورسته تر هغه خراب شول چى په 2018م کال کى دغه ليګ ترسره نه شو.

دغه ليګ بيا په 2019م کال ترسره شو، خو هغومره خوندوره نه وه، او ان ځينى لوبډلى سپانسر هم نه درلود، خو تير 2020م کال دغه ليګ يو څه ښه ترسره شو، چى د لوبډلو ترڅنګ شپږيز ليګ خپل هم اتصلات مخابراتي شرکت عمومي سپانسر ترلاسه کړو.

About Abdar

Check Also

راشد خان استرالياى لوبغاړي ته مهم پيغام ورکړو

راشد خان د افغانستان ملى لوبډلى پياوړتيا سلو توپ اچوونکى ده، چى استراليا لوبغاړي ته …

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *