شل اوريز نړيوال جام په اړه - Hindaara
Home / Sport / شل اوريز نړيوال جام په اړه

شل اوريز نړيوال جام په اړه

ټاکل شوى وه، چى سږکال د کرکټ نړيوال جام په هندوستان کى ترسره کړى، خو اوس داسى خبرونه خپاره شوى دى، چى سږانى پړاو نړيوال جام په اماراتو کى ترسره شى.

د کرکټ نړيوال جام ته ټاکل شوى مسٶل ډيرج ملهوترا په تازه خبرو کى د بى بى سى سره ويلى دى، مونږ هر ډول حالت ته ځان تياروه، که چيرته حالت خراب شو نو د هندوستان په ځاى به په اماراتو کى شل اوريز جام ترسره کړو.

نوموړى وايي چى مونږ لومړى کوشش کوو، چى ياد جام په هندوستان کى ترسره کړو، مونږ د کرکټ نړيوالي شورا سره هر وخت په اړيکه کى يوو.

نوموړى زياتوى، که چيرته د کرکټ نړيوالى شورا داسى ښکاره شى، چى په هندوستان کى شل اوريز جام خوندي نه ده، نو هندوستان کرکټ بورډ به يي عاجل اماراتو کى پلان ونيسي.

د کرکټ نړيوالي شورا يو پلاوى ټاکلى ترڅو د هندوستان حالت له نږدى وڅارى، خو هندوستان د هوايي پروازنو د بندښت له کبله دغه پلاوى هند ته نه دى تللى، او په مناسب وخت کى به لاړ شى.

ډيرج ملهوترا وايي چى مونږ اوس په پخواني پلانونو کار کوو، او تراوسه مو نړيوال جام لپاره هندوستان غوره کړى ده، خو نورى فيصلې په وخت کوى.

په هندوستان کى اوس کرونا تر بل هروخت زيات ده، چى ورځ تر بلى زياتيږى، اوس هم په هندوستان کى د اى پي ال ليګ روان ده، چى تراوسه لغوه شوى نه ده.

About Abdar

Check Also

راشد خان استرالياى لوبغاړي ته مهم پيغام ورکړو

راشد خان د افغانستان ملى لوبډلى پياوړتيا سلو توپ اچوونکى ده، چى استراليا لوبغاړي ته …

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *