انوشکا شرما د خپل ژوند مهم راز افشا کړو - Hindaara
Home / Sport / انوشکا شرما د خپل ژوند مهم راز افشا کړو

انوشکا شرما د خپل ژوند مهم راز افشا کړو

انوشکا شرما د هندى فلمونو مشهوره ستوري ده، او ويرات کوهلى بيا د هندوستان د کرکټ ملى لوبډلى پياوړى توپوهنوونکى ده، دغى جوړې په هکله نړيوالي رسنى هم کله کله تبصرى کوى.

انوشکا شرما په تازه مرکه کى له هغى خبرى پرده پورته کړى، چى ويرات کوهلى سره په لومړۍ ځل کړى ده، نوموړي د ويرات کوهلى او خپلى لومړۍ ليدنه په اړه هم غږيدلي ده.

انوشکا شرما وايي، چى په 2013م کال کى له ويرات کوهلى سره د اړيكي سلسله شروع شو، نوموړي وايى چى زمونږ لومړۍ ليدنه د يو اعلان ثبت کولو کى وشو.

نوموړي وايي مونږ يو اعلان ثبت کوو، چى ما د ويرات کوهلى له مخ ځان ډير مغرور نيولى وه، ځکه ما فکر کوو، چى ويرات کوهلى هم يو مغرور کس ده، خو په اعلان کى کوهلى ډيره اداکارى وکړه، خو ما غوښتل چى ځان ترى لوړ وښيم.

انوشکا شرما وايي چى ويرات کوهلى هغه ډول نه وه، کوم ډول چى ما فکر کوو، هغه ډير ټوکى شخصت وه، ورسته بيا ما نوى کور واخيستلو او نږدي ملګرو ته مى ميلمستيا کړى وه، کوهلى ته مى هم بلنه ورکړه، چى بيا کوهلى راغى، او زمونږ اړيكه هم هغه ځاى څخه پيل شو.

ويرات کوهلى او انوشکا شرما په 2017م کال کى واده وکړو، او د سږکال په جنوري مياشت کى لومړۍ ماشوم هم نړى ته راوړو.

About Abdar

Check Also

راشد خان استرالياى لوبغاړي ته مهم پيغام ورکړو

راشد خان د افغانستان ملى لوبډلى پياوړتيا سلو توپ اچوونکى ده، چى استراليا لوبغاړي ته …

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *