افغان لوبغاړي د پاکستان سوپر ليګ نه لوبيږى - Hindaara
Home / Sport / افغان لوبغاړي د پاکستان سوپر ليګ نه لوبيږى

افغان لوبغاړي د پاکستان سوپر ليګ نه لوبيږى

د پاکستان سوپر ليګ چى د روان کال د فيبرورى مياشتى په شلمه نيټه پيل شو، چى د 14 لوبو ترسره کولو ورسته ياد ليګ د کرونا وايروس د زياتيدو له امله لغوه شو.

اوس بيا د پاکستان کرکټ بورډ غواړي چى ياد ليګ پاتى لوبى بيا شروع کړى، پاکستان کرکټ بورډ د پلان له مخې دغه ليګ به د جون مياشتي په لومړۍ نيټه پيل او دى مياشتي تر شلمي نيټه به دوام وکړى.

پاکستان کرکټ بورډ اوس ټولى لوبډلى اړه کړى دى، چى د رواني مياشتى تر 23مى نيټى پورى ټول لوبغاړي حاضر کړى، ترڅو د لوبو تر شروع کول پورى قرانطين تير کړى.

د پاکستان سوپر ليګ کى پنځه افغان لوبغاړي هم اخيستل شوى وه، چى محمد نبى نور احمد د کراچى لوبډلى سره قيس احمد د کويټي سره مجيب الرحمن د پيښور سره او راشد خان د لاهور لوبيدو.

اوس درې افغان لوبغاړي محمد نبى راشدخان او مجيب الرحمن دغه ليګ کى د نه لوبيدو پريکړ کړى ده، خو په تازه اخيستل شو لوبغاړو کى دوه نور لوبغاړي رحمن الله ګربز او نجيب الله ځدراڼ اخيستل شوى دى.

رحمن الله ګربز په تازه اخيستل شو لوبغاړو کى کراچى لوبډلى اخيستى ده، او نجيب الله ځدراڼ ملتان سلطان لوبډلى اخيستى ده.

About Abdar

Check Also

راشد خان استرالياى لوبغاړي ته مهم پيغام ورکړو

راشد خان د افغانستان ملى لوبډلى پياوړتيا سلو توپ اچوونکى ده، چى استراليا لوبغاړي ته …

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *