طا لبانو اوربند ومانه

د طا لبانو يوه وياند د يوې بهرنۍ رسنۍ سره پخپله مرکه کې د اوربند په هکله معلومات ورکړل.



د طا لبانو وياند سهيل شاهين د يوې غربي رسنۍ سره پخپله مرکه کې وويل چې دوی همدا اوس په اختر کې اوربند کړی دی.



شاهين زياته کړه چې دوی اوربند کړی دی او په هېواد کې هېڅ ډول امینتي پېښه نده شوې خو دوی دا اوربند په رسمي ډول اعلان کړی نه دی.

ده د خپلو خبرو په دوام کې وويل چې حکومت د اوربند د اعلان څخه ناوړه استفاده کوي، دی وايي که اوربند وکړي نو حکومت تبليغات پيل کړي چې طا لبان نور د جګړې وس نلري، که کسان یې ښارونو ته ولاړ شي نو حکومت تبليغات پيل کړي چې د طا لبانو کسان نور د جنګ څخه ستړي دي، د ښار ژوند یې خوښ شو نور جګ ړې ته نه ځي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *