طا لبان د غني په یوه خبره سخت خفه دي

د ولسمشر غني تازه څرګندونو طا لبان سخت په غوسه کړي دي، ولسمشر غني پرون پخپلو څرګندونو باندې طا لبان په غوسه کړل.



ولسمشر غني تېره ورځ پخپلو خبرو کې وويل چې دوی د جګړې لپاره آماده ګي لري او په شپږو مياشتو کې به د افغانستان حالت بدل کړي.



طا لبانو بيا ويلي دي چې په داسې حال کې چې ددوی د مشرانو په اختریزه اعلاميه کې د جګړې هېڅ ټکی نه و استعمال شوی مګر غني د جنګ سندره غږوي او څه چې پېښېدل د غني له لاسه به وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *