د حکومت اقدام طا لبان خوشحاله کړل

که څه هم تېره ورځ د افغانستان ولسمشر اشرف غني د خپلو خبرو په مهال وويل چې دوحې ته د افغان سياسیونو سفر وښوده چې طالبان په هېڅ صورت انعطاف او سولې ته نه دي ژمن مګر تازه د سولې په چارو کې ددولت غ وزارت څخه ځینې سرچینې وايي چې دوی د یوه بل لوړ پوړي افغان هيئت د لېږلو تصمیم لري.

د سولې په چارو کې ددولت د وزرات مشاور عزيزالله فضلي وايي چې دوی په نېږدې وخت کې دوحه ته یو ډېر لوړ پوړی هيئت ولېږي چې د طالبانو سره په جدي ډول د سولې مذاکرات په مخ يوسي، فضلي وايي دا ځل به هيئت هم ډېر لوړ رتبه وي او په ډېرو مهمو مسايلو لکه اوربند باندې به هم ترټولو زيات بحث وشي.

فضلي ددې هيئت د تګ د وخت او يا ددې هيئت د غړو په هکله معلومات ورنکړل او ويې ويل چې دا کار به په نېږدې راتلونکې کې وشي مګر اوس دقیقه نیټه او تاريخ نشي ورکولای/ ويلای.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *