ضعيف د پاکستان په وړاندې سترګې پټې خوله خلاصه کړه

د طا لبانو د سياسي دفتر وياند نعيم وردګ هم په پاکستان کې د افغان سفير د لور تښتونې ته غبرګون وښود.

وردګ په یوه بیان کې د افغان سفير د لور تښتول غندلي دي او ويلي یې دي چې دا يو بشر ضد کار دی او طا لبان یې په کلکو ټکو غندي، وردګ وړاندې ليکي چې د پاکستان د حکومت څخه غوښتنه کوي چې د مجرمينو په نيولو او سزا رسولو کې د بېړې څخه کار واخلي.

په پاکستان کې د طا لبانو پخوانی سفير ملا عبدالسلام ضعیف بيا ليکلي دي چې دا پېښه زړه بوږنوونکې ده، په پنجاب کې د افغانستان په عزت تېری د ټولو افغانانو لپاره ډېره د ننګ خبره ده، د افغان سفير د لور عزت د هر افغان عزت دی پکار ده ددې ظلم پوښتنه وشي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *