کورپاڼه خبرونه افغانستان د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي: د سولي او اوربند غوښتنه کوو، او د خپلو امنیتي ځواکونو ترشاه ولاړیو
افغانستان - مارچ 10, 2020

د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي: د سولي او اوربند غوښتنه کوو، او د خپلو امنیتي ځواکونو ترشاه ولاړیو

هنداره ـــــ ددې ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو، دیني عالمانو او قومي مشرانو نن د یوې غونډي پر مهال د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ، دوي د سولي روان تړون یو طلایي چانس وګاڼه او ریاته یې کړه چي نور دي دواړي ډلي له جګړې لاس په سر سي تر څو هیواد کي نور د امن فضا خپره سي، دوي پر افغان دولت هم ږغ وکړ چي نور باید سیاسي ډلو ته لاره هواره نکړي ، چي له ولسمشرغني څخه لاره بیله کړي. یاده غونډه د هلمند ولایت په ناوې ولسوالی کي د هلمندي ولس له لوري د موجوده نظام او ملي امنیتي ځواکونو د ملاتړ په موخه تر سره سوه. په دې غونډه کي په سلګونه تنو دیني عالمانو، مدني فعالینو او ګڼ شمیر نور ځوانانو او زده کوونکو ګډون کړي وو په یاده غونډه کي مولوي باري داد او مولوي فدامحمد وویل:دا دسولي تړون زموږ لپاره یو چانس دی او ددې جانسه باید موږ او تاسي استفاده وکړ. همدازار مولوي باري داد هم زیاته کړه: دا چي سوله د الله په نزد خیر ده، نو باید موږ او تاسي هم نور جګړې ته د پای ټکی کیږد، ده پر طالب وسله والو ږغ وکړ چي نور دي وسلې پر ځمکه کیږدي او سوله دي وکړې. د بست مدني ټولني فعال حاجي عبدالغفار اسحاق زي او د ناوې ولسوالۍ د ټولنیزو شورا پخواني ریس جان اغا خان وویل: په هیواد کي د ۴۰ کلنه بدبخته جګړه زغملې او نور یې زغم نلري، ولي چي د ځان او هیواد د بربادی سبب کیږي او د ملي ځواکونو ملاتړ زموږ وجیبه ده. ښاغلي جان اغا د رواني جګړې علت د قانون نه مراعتول یاد کړل ده دا هم وویل چي باید نور ټول قومونو سره یو سو تر څو یو ملي او ځواکمن هیواد ولرو. ډاکتر احمد الله عابد د ملي یوالي غوښتنه وکړه او پر ولس یې ږغ وکړ چي نور باید را ویښ سي. ددې غونډي ټولو ګډونوالو په یوه ږغ وویل چي نور جګړه نه غواړي او د سولي لیواله دي دوي وویل چي د ملي دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي. دا په ناوې ولسوالی کي د سولي او اوربند څلورمه غونډه ده چي خلک د سولي غوښتنه کوي دا چي د ولسمشر اشرف غني د لوړي مراسم هم پرون دوشنبه تر سره سول چي نن سه شنبه د طالب وسله والو د ۵ زره بندیانو د خوشي کیدو خبري هم کیدي، دا به وخت وښیی چي ایا د دې بندیانو خوشي کیدل به پر سولي مثبت تاثیر وکړي او که منفي.

خبریال: بشیر احمد نیازی

 

د ملي امنیت منسوبینو په تورخم ښارګوټې کې له پاکستان نه را لیږدول شوي یو ټیلر کي لس زره کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې نیولي

د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي: د سولي او اوربند غوښتنه کوو، او د خپلو امنیتي ځواکونو ترشاه ولاړیو

پکتیکا کې څلور تنه غله نیول شوي دي

ښځه د تاريخ په هنداره کې/لیکوال امان الله نصرت

ویسا اکاډمي د نجونو څانګې د ښځو نړیواله ورځ ولمانځله

هلمند کي ۸ مه د مارچ یا د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د پي ټي اېم علي وزیر او محسن داوړ په پيښور هوائی ډګرکې د پاکستان د پوليسو لخوا ودرول شول!

ربي پیرزاده د “کرونا ویروس” اسانه درملنه بیان کړه

دسولي په اړه څو خبرې/لیکنه: غورځنگ سیال

د رڼا په لور/لیکوال امان االله نصرت

د ملي امنیت منسوبینو په تورخم ښارګوټې کې له پاکستان نه را لیږدول شوي یو ټیلر کي لس زره کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې نیولي

د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي: د سولي او اوربند غوښتنه کوو، او د خپلو امنیتي ځواکونو ترشاه ولاړیو

پکتیکا کې څلور تنه غله نیول شوي دي

هلمند کي ۸ مه د مارچ یا د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

هلمند کې د کرونا يوه مشکوکه پيښه ثبت شوې

سیاف ولي کرزی له غني سره کښیناوه ایا کوم جوړ جاړی شوی دی؟

هلمند ولایت کي د شګوفي نورزۍ په نوم خیریه بنسټ پرانیستل شو

پکتیکا کې ۱۹ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي

جوزجان ته ده ثبات اوهمپالني ډلي نوي والي معرفي شو

ارزګانیان:سوله او دایمي اوربند باید وشي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *