کورپاڼه خبرونه ویسا اکاډمي د نجونو څانګې د ښځو نړیواله ورځ ولمانځله
خبرونه - مارچ 8, 2020

ویسا اکاډمي د نجونو څانګې د ښځو نړیواله ورځ ولمانځله

هنداره ـــــ د ویسا اکاډمي د نجونو څانګې نن (د مارچ ۸مه) د ښځو نړیواله ورځ د یوې غونډې په جوړولو ولمانځله. په غونډه کې د زده کوونکو له خوا مقالې او شعرونه وړاندې شول چې په انساني ټولنه کې د ښځې مقام او ارزښت ته ځانګړي شوي وو. زده کوونکو په خپلو پیغامونو کې له والدینو غوښتنه وکړه چې په خپلو لوڼو او زامنو ته یو شان زده کړې وکړي او د خپلو لوڼو حقونو ته درناوی وکړي. د مارچ اتمه نېټه چې د نړۍ له ښځو سره د پیوستون د ورځې په نامه نومول شوې، د ښځو په وړاندې د تبعیض خلاف د سیاسي او ټولنیزې مبارزې تاريخي ورځ ده. د یووالي د غه ورځ د حقوقو د برابرۍ، د کار د ښو شرایطو د برابرولو او د نړۍ ښځو ته د یوه آبرومندانه ژوند د غوښتلو لپاره ټاکل شوې ده. هر کال د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې په میلیونونو نارینه او ښځینه د مارچ اتمه نېټه د غونډو او ناستو په وسیله لمانځي. د مارچ اتمه په نیویارک کې د ټوکر اوبدنې فابریکې د کارکوونکو ښځو مبارزې ته ور ګرځي چې په ۱۸۵۷زېږدیز کال کې پیل شوې ده. د شلمې پیړۍ په لومړیو کې په کم مزد کار، سختو او غیر انساني شرایطو هغه ښځې او نارینه چې یو ځای صنعتي فابریکو ته ننوتلي وو په دې مجبور کړل چې د دغو بې عدالتیو پر وړاندې منظمه او پلان شوې مبارزه پیل کړي. په دې ورځ د نساجۍ د یوې فابریکې ښځینه کارګرانو چې د جامو جوړولو په یوه لویه فابریکه کې یې کار کاوه د دغو سختو کاري شرایطو پر وړاندې په اعتصاب لاس پورې کړ. د ۱۹۰۸ زېږدیز کال د مارچ په اتمه تر پنځوسو د ډېرو کلونو په تېرېدو سره په نیویارک کې د کتان نساجي فابریکې ښځینه کار کوونکو د دغه اعتصاب د لمانځنې په موخه په کاربنديز لاس پورې کړ او د فابریکې خاوند د دې لپاره چې له اعتصاب سره د فابریکې نور کارکوونکي یو ځای نه شي او یا هم دا اعتصاب د فابریکې نورو برخو ته و نه غځېږي دوی یې د خپل کار په ځای کې بندې کړې. په همدې وخت کې د یوه نا معلوم دلیل له امله په کور کې اور ولګېد چې د ګوتو په شمېر ښځې له هغه ژوندۍ ووتلې او پاتې ۲۹ ښځې په کې وسوځېدې. همدا وه، چې د مارچ اتمه په دوديز ډول د ښځو پر وړاندې له بې عدالتۍ او زور زیاتي سره د مبارزې د ورځې په نامه په ذهنونو کې پاتې شوه.

خبریال: دواد جبارخیل

د ملي امنیت منسوبینو په تورخم ښارګوټې کې له پاکستان نه را لیږدول شوي یو ټیلر کي لس زره کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې نیولي

د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي: د سولي او اوربند غوښتنه کوو، او د خپلو امنیتي ځواکونو ترشاه ولاړیو

پکتیکا کې څلور تنه غله نیول شوي دي

ښځه د تاريخ په هنداره کې/لیکوال امان الله نصرت

ویسا اکاډمي د نجونو څانګې د ښځو نړیواله ورځ ولمانځله

هلمند کي ۸ مه د مارچ یا د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د پي ټي اېم علي وزیر او محسن داوړ په پيښور هوائی ډګرکې د پاکستان د پوليسو لخوا ودرول شول!

ربي پیرزاده د “کرونا ویروس” اسانه درملنه بیان کړه

دسولي په اړه څو خبرې/لیکنه: غورځنگ سیال

د رڼا په لور/لیکوال امان االله نصرت

ویسا اکاډمي د نجونو څانګې د ښځو نړیواله ورځ ولمانځله

پوهنې وزارت: ښوونځي به د انتخاباتي بهیرونو په واک کې نه‌وي

ناټو له قریشي سره ټینګار کړی چې د سولې لپاره دې بین‌الافغاني خبرې ژر پیل شي

ارزګان کې ۱۶ زره جريبه دولتي ځمکي د غصب مخه نيول شوي ده.

طالبان: که رسنۍ یې پرضد اعلانات بند نه کړي ترنظامي برید لاندې به یې راولي

د هلمند  ښوونکي: که تنخواوې مولوړي نشي او نمرې رانه‌کړل شي کاري اعتصاب پيلوي

په سریلانکا کې مېشت افغانان او پاکستانیان وايي د مرګ خبرداري ورکړل شوي دي.

په سرپل او جوزجان کې تالندې او برښنا دوي ځواني نجوني وژلې

دکندوز والي : ژورنالیستان دې په فکر رغونه او ټولنیز مثبت بدلون کاروکړي

بغلان کې یوتن یې دخور دوژل کېدو په تور نیول شوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *