کورپاڼه خبرونه افغانستان هلمند کي ۸ مه د مارچ یا د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه
افغانستان - مارچ 8, 2020

هلمند کي ۸ مه د مارچ یا د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

هنداره ــــ په دې غونډه کي په سلګونه تنو ښځینوو د هلمند والي په ګډون دا نړیواله ورځ ولمانځل، دوي د ښځو د حقوقو او مقام پر اهمیت د خبرو تر ځنګ د دوامداره سولي او اوربند غوښتنه هم وکړه. په یاده لمانځ غونډه کي د هلمند والي تورنجنرال محمدیاسین خان، د هملند ولایت د پوهني ریس، د ښځو چارو ریسې، په ولایت مقام کي د ښځو چارو مشاروره قمرنیازی او ګڼ شمیر نورو مدني فعالینو او ښځو ګډون کړی وو. د غونډي په پیل کي د ښځو چارو ریسي وجیهه رسولي د افغانستان د ښځو چارو وزیرې پیغام وړاندي کړ او زیاته یې کړه ،چي دا د مارچ اتمه ددوي لپاره غوره چانس دی باید له دې چانسه ګټه پور ته کړي او خپل اواز ددې ورځي له لاري ترنړیوالو ورسوي تر څو نور ددې ناخوالو څخه خلاصون ومومي… د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان په ټولنه کي د ښځو پر اهمیت خبري وکړې، ښاغلي یاسین خان د ښځو موقف د غربي کلتور او اسلامي کلتور او اصولو سره پرتله کړ او زیاته یې کړه چي نر او ښځه د قانون پر وړاندي د یو ډول حقوقو لرونکي دي… په ورته مهال کي د هلمند ولایت د ښځو په چارو کي مشاویري اغلي قمر نیازی هم د ښځو پر اهمیت او موقیف خبري وکړې او زیاته یي کړه چي ورته افتخاد دی چي ښځه ده او په ټولنه کي ژوند کوي. د بشر حقونو خپلواک کمیسون ولایتي مسؤله عافیفه معروف او ګڼونورو ښځو هم په خپل وار د ښځو ددې نړیوالي ورځي او ښځو پر اهمیت خبري وکړې او زیاته یې کړه چي د تل پاتي سولي او دوامداره اوربند غوښتونکي دي. د غونډي په پای کي ځينو ښځینوو پر ۱۵متره سره تړل سویو پاڼو ځيني پیغامونه او پیشنهادونه لیکلي وو چي په ځواب کي د هلمند والي وویل چي غواړي اته کسیزه د ښځو ډله جوړه کړي تر ځو د ښځو ستونزي ورسره شریکي کړي. په پای ماشومانو د ښځي او مور په پار د تراني تر ځنګ د ښځو چارو ریاست له لوري ځينو فعاله ښځو او خلکو ته ستاینلیکونه ورکړل سوه.

خبریال: بشیر احمد نیازی

د ملي امنیت منسوبینو په تورخم ښارګوټې کې له پاکستان نه را لیږدول شوي یو ټیلر کي لس زره کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې نیولي

د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي: د سولي او اوربند غوښتنه کوو، او د خپلو امنیتي ځواکونو ترشاه ولاړیو

پکتیکا کې څلور تنه غله نیول شوي دي

ښځه د تاريخ په هنداره کې/لیکوال امان الله نصرت

ویسا اکاډمي د نجونو څانګې د ښځو نړیواله ورځ ولمانځله

هلمند کي ۸ مه د مارچ یا د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د پي ټي اېم علي وزیر او محسن داوړ په پيښور هوائی ډګرکې د پاکستان د پوليسو لخوا ودرول شول!

ربي پیرزاده د “کرونا ویروس” اسانه درملنه بیان کړه

دسولي په اړه څو خبرې/لیکنه: غورځنگ سیال

د رڼا په لور/لیکوال امان االله نصرت

د ملي امنیت منسوبینو په تورخم ښارګوټې کې له پاکستان نه را لیږدول شوي یو ټیلر کي لس زره کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې نیولي

د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي: د سولي او اوربند غوښتنه کوو، او د خپلو امنیتي ځواکونو ترشاه ولاړیو

پکتیکا کې څلور تنه غله نیول شوي دي

هلمند کي ۸ مه د مارچ یا د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

هلمند کې د کرونا يوه مشکوکه پيښه ثبت شوې

سیاف ولي کرزی له غني سره کښیناوه ایا کوم جوړ جاړی شوی دی؟

هلمند ولایت کي د شګوفي نورزۍ په نوم خیریه بنسټ پرانیستل شو

پکتیکا کې ۱۹ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي

جوزجان ته ده ثبات اوهمپالني ډلي نوي والي معرفي شو

ارزګانیان:سوله او دایمي اوربند باید وشي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *