کورپاڼه خبرونه افغانستان هلمند ولایت کي د شګوفي نورزۍ په نوم خیریه بنسټ پرانیستل شو
افغانستان - فبروري 24, 2020

هلمند ولایت کي د شګوفي نورزۍ په نوم خیریه بنسټ پرانیستل شو

هنداره ـــــ  نن په ولسي جرګه کي د هلمند د خلکو استازي؛ شګوفي نورزۍ له لوري د شګوفي نورزۍ په نوم خیربه بنسټ پرانیستنه وسوه، چي په لومړي ځل د یاد خیریه بنسټ په نوم، شپږ قلم خوراکي توکي پر غریبو او اړمندو کورنیو وویشلې.

اغلې نورزۍ وویل، ددغه خیریه بنسټ څخه موخه یوازي د الله ج د رضا لپاره او د خپل هلمندي ولس د غریبو وګړو سره مرسته کول دي. شګوفه نورزۍ چي په ولسي جرګه کي د خلکو استازي ده، نن یي د شګوفي نورزۍ په نوم خیریه بنسټ پرانستنه وکړه، چي د یاد بنسټ له لوري په لومړي ځل له (۱۰۰) تنو اړمندو کورنیو سره شپږ قلمه خوراکي توکي، چي ( اوړه، غوړي، چای، بوره، لوبیا او اورلګیت) وه، مرسته وکړه.

اغلې شګوفي نورزۍ وویل، د کلونو راهیسي مي دا ارمان وو، چي د غریبو خلکو سره مرسته وکړم، چي شکر پدې اوس وتوانیدلم، هغې وویل، زما ددې خیریه بنسټ څخه موخه؛ د کونډو، یتیمانو او بي سرپرسته کورنۍ سره مرسته کول دي. په ټولنیزو چارو کي د هلمند ولایت مقام مرستیال بسم الله روحاني، د شګوفي نورزۍ د خیریه بنسټ ستاینه وکړه او پر تجارانو یي، پدې برخه کي د شګوفي نورزۍ خیریه بنسټ سره د مرستي ږغ وکړ. د هلمند یو تن قومي مشر ملا قاسم د شګوفي نورزۍ پارلمان ته د بریالي کیدو شکر اداینه وکړه او ویي وویل؛ موږ د خپلې وکیلې څخه مننه کوو، چي زموږ د هلمند له غریبانو او یتیمانو سره مرسته یي وکړه او نورزۍ ته یي د خوانانو د لوړو زده کړو زمینه برابرولو غوښتنه هم وکړه.

د یاد بنسټ څخه مرسته ترلاسه کوونکي د شګوفي نورزي د خیریه بنسټ څخه مننه وکړه او وایي چي داسي خلک ډیر کم پیداکیږي چي د غریبو لاس نیوی کوي د یادوني وړ ده، چي ددې مرستي څخه، څه موده وړاندي د هلمند ولایت د شپږ کسیزې ډلې ځوانانو له لوري د یوه درد، یو بشر او یو درمان په نوم د خلکو څخه راټولي سوي مرستي هم پر اړمندو کورنيو ویشلې وي.

 

خبریال: بشیراحمد نیازی

د ملي امنیت منسوبینو په تورخم ښارګوټې کې له پاکستان نه را لیږدول شوي یو ټیلر کي لس زره کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې نیولي

د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي: د سولي او اوربند غوښتنه کوو، او د خپلو امنیتي ځواکونو ترشاه ولاړیو

پکتیکا کې څلور تنه غله نیول شوي دي

ښځه د تاريخ په هنداره کې/لیکوال امان الله نصرت

ویسا اکاډمي د نجونو څانګې د ښځو نړیواله ورځ ولمانځله

هلمند کي ۸ مه د مارچ یا د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د پي ټي اېم علي وزیر او محسن داوړ په پيښور هوائی ډګرکې د پاکستان د پوليسو لخوا ودرول شول!

ربي پیرزاده د “کرونا ویروس” اسانه درملنه بیان کړه

دسولي په اړه څو خبرې/لیکنه: غورځنگ سیال

د رڼا په لور/لیکوال امان االله نصرت

د ملي امنیت منسوبینو په تورخم ښارګوټې کې له پاکستان نه را لیږدول شوي یو ټیلر کي لس زره کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې نیولي

د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي: د سولي او اوربند غوښتنه کوو، او د خپلو امنیتي ځواکونو ترشاه ولاړیو

پکتیکا کې څلور تنه غله نیول شوي دي

هلمند کي ۸ مه د مارچ یا د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

هلمند کې د کرونا يوه مشکوکه پيښه ثبت شوې

سیاف ولي کرزی له غني سره کښیناوه ایا کوم جوړ جاړی شوی دی؟

هلمند ولایت کي د شګوفي نورزۍ په نوم خیریه بنسټ پرانیستل شو

پکتیکا کې ۱۹ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي

جوزجان ته ده ثبات اوهمپالني ډلي نوي والي معرفي شو

ارزګانیان:سوله او دایمي اوربند باید وشي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *