کورپاڼه خبرونه افغانستان پکتیکا کې ۱۹ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي
افغانستان - فبروري 23, 2020

پکتیکا کې ۱۹ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي

هنداره ـــــ  په تېره یوه اوونۍ کې د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې په شمول په مختلفو ولسوالیو کې ۱۹ تنه د مخدره موادو د قاچاق، غلاوو، په غیري قانوني ډول د کانونو کیندلو او د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي دي. د دې ولایت د امنیه قوماندان سمونوال نثار احمد عبدالرحیمزي په دې اړه له رسنیو سره په خبرو کې وویل، یو تن چې غوښتل یې د مرمیو په بدل کې پر پولیسو نشه يي توکي وپلوري، له یو میل توپانچې او د کلاشینکوف مرمیو سره یو ځای نیول شوی او همدارنګه په وازیخوا ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له لوري ۵۹۷ کیلو ګرامه چرس سوځول شوي او ۲۲ کیلو ګرامه یې مرکز ښرنې ته را انتقال شوي او په تړاو یې ۶ تنه هم نیول شوي دي. د دې تر څنګ عبدالرحیمزي زیاته کړه، چې په مرکز ښرنه کې یې ۲ تنه د کرولا موټر تښتوونکي هم نیولي او عدلي او قضائیه اداور ته یې سپارلي دي. ښاغلی عبدالرحیمزی زیاتوي چې د تېرې یوې اوونۍ په اوږدو کې یې پر خوراکي او غیري خوراکي موادو بار تور موټرونه هم نیولي، چې غوښتل یې بار شوي مالونه له محصول پرته د هېواد نورو ولایتونو ته ولېږدوي. عبدالرحیمزي وویل، چې په دې اړه یې هم ۴ تنه د موټرونو مالکان او ډرایوران او همدارنګه دوه تنه د ګمرک کمشن کاران چې له دغو کسانو سره یې لاس درلود، نیول شوي دي. د پکتیکا ولایت امنیه قوماندان همدارنګه زیاته کړه، چې په تېره یوه اوونۍ کې یې ۳ تنه کان کیندونکي له یو عراده موټر سره نیولي دي. د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د پولیسو له لوري پکتیکا ولایت کې بېلابېل عملیات ترسره شوي دي چې زیاتې لاسته راوړنې لري

د ملي امنیت منسوبینو په تورخم ښارګوټې کې له پاکستان نه را لیږدول شوي یو ټیلر کي لس زره کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې نیولي

د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي: د سولي او اوربند غوښتنه کوو، او د خپلو امنیتي ځواکونو ترشاه ولاړیو

پکتیکا کې څلور تنه غله نیول شوي دي

ښځه د تاريخ په هنداره کې/لیکوال امان الله نصرت

ویسا اکاډمي د نجونو څانګې د ښځو نړیواله ورځ ولمانځله

هلمند کي ۸ مه د مارچ یا د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د پي ټي اېم علي وزیر او محسن داوړ په پيښور هوائی ډګرکې د پاکستان د پوليسو لخوا ودرول شول!

ربي پیرزاده د “کرونا ویروس” اسانه درملنه بیان کړه

دسولي په اړه څو خبرې/لیکنه: غورځنگ سیال

د رڼا په لور/لیکوال امان االله نصرت

د ملي امنیت منسوبینو په تورخم ښارګوټې کې له پاکستان نه را لیږدول شوي یو ټیلر کي لس زره کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې نیولي

د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي: د سولي او اوربند غوښتنه کوو، او د خپلو امنیتي ځواکونو ترشاه ولاړیو

پکتیکا کې څلور تنه غله نیول شوي دي

هلمند کي ۸ مه د مارچ یا د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

هلمند کې د کرونا يوه مشکوکه پيښه ثبت شوې

سیاف ولي کرزی له غني سره کښیناوه ایا کوم جوړ جاړی شوی دی؟

هلمند ولایت کي د شګوفي نورزۍ په نوم خیریه بنسټ پرانیستل شو

پکتیکا کې ۱۹ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي

جوزجان ته ده ثبات اوهمپالني ډلي نوي والي معرفي شو

ارزګانیان:سوله او دایمي اوربند باید وشي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *