کورپاڼه ادب شعر غزل /رضوانه شمس
شعر - فبروري 23, 2020

غزل /رضوانه شمس

د ژوند د راحتونو قيصه څنګه ده زړګيه

زما د خوشحالو برخه خو ړنګه ده زړګيه

د وخت د تغيّر سره رنګونه بدلوی

چې د حسن دا څهره ډېره بدرنګه ده زړګيه

کۀ تا سره دولت دے نو غرور ورباندې مۀ کړه

تۀ ګوره دنيا پاتې د اورنګه ده زړګيه

سحر کښې نۀ غرمه کښې نۀ ماښام کښې مې تپوس کړې

دا مينه خو دې نن سبا بې ډنګه ده زړګيه

نو څنګه به ګلونه رازرغون شي په ايرو کښې

زمونږ سيمه تباه له خپله جنګه ده زړګيه

راځه راځه راځه چې په دې خپل زړۀ کښې دې ځائے کړم

په تا باندې چې داسې دنيا تنګه ده زړګيه

دولت کۀ د ښائست ورسره ډېر دے بې حسابه
رضوانه خو په اصل کښې ملنګه ده زړګيه

د ملي امنیت منسوبینو په تورخم ښارګوټې کې له پاکستان نه را لیږدول شوي یو ټیلر کي لس زره کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې نیولي

د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي: د سولي او اوربند غوښتنه کوو، او د خپلو امنیتي ځواکونو ترشاه ولاړیو

پکتیکا کې څلور تنه غله نیول شوي دي

ښځه د تاريخ په هنداره کې/لیکوال امان الله نصرت

ویسا اکاډمي د نجونو څانګې د ښځو نړیواله ورځ ولمانځله

هلمند کي ۸ مه د مارچ یا د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د پي ټي اېم علي وزیر او محسن داوړ په پيښور هوائی ډګرکې د پاکستان د پوليسو لخوا ودرول شول!

ربي پیرزاده د “کرونا ویروس” اسانه درملنه بیان کړه

دسولي په اړه څو خبرې/لیکنه: غورځنگ سیال

د رڼا په لور/لیکوال امان االله نصرت

غزل /رضوانه شمس

حمد ـ نعت

دنیا

مظلومه داسي

غزل

غزل

پسرلی

لاروی

غزل

غزل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *