کورپاڼه لیکنې ټولنیزې لوکزامبورګ او سويټزرلېنډ هغه هېوادونه دي چي ښوونکي پکي ددنیا تر ټولو ښوونکو ډیر معاش اخلي
ټولنیزې - فبروري 22, 2020

لوکزامبورګ او سويټزرلېنډ هغه هېوادونه دي چي ښوونکي پکي ددنیا تر ټولو ښوونکو ډیر معاش اخلي

هنداره ـــــ لوکزامبورګ او سويټزرلېنډ هغه هېوادونه دي د ښوونځي ښوونکي پکې د‌ دنيا د هر هېواد په پرتله تر ټولو ښه معاش اخلي.
په لوکز امبورګ کې د ابتدايه ښوونځي معلم ته د‌ معلمي په شروع کې د کال کم از کم ۶۹ زړه ډالر او هغه ټاپ معلم ته له کلونو وروسته يو لک او ۲۴ زره ډالر د کال معاش ورکوي . سويټزرلېنډ کې د لومړني ښوونځي ښوونکي ته په شروع کې شاوخوا ۶۰ زره ډالر د کال معاش ورکوي که څوکاله معلمي يې وکړه او مهارت يې پيدا کړ کېدای شي ۸۶ زرو ډالرو ته يې د کال معاش ورسېږي.
د لېسې معلم ته په لوکزامبورک کې په پيل کې د کال ۸۰ زره ډالر معاش ورکوي له څو کلونو وروسته ۱۳۸ زره ډالرو او په سويس کې په شروع کې تقريبن ۷۰ زره ډالر د کال او د مهارتونو او پوهې په لوړېدا سره ان يو لک او نهه زره ډالرو ته رسېږي.
د موږ په کنټري کې خو خلک درته وايي:
معلم شمعه ده او شمعه په پينځه روپۍ ده.

نوراحمد عایل

د ملي امنیت منسوبینو په تورخم ښارګوټې کې له پاکستان نه را لیږدول شوي یو ټیلر کي لس زره کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې نیولي

د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي: د سولي او اوربند غوښتنه کوو، او د خپلو امنیتي ځواکونو ترشاه ولاړیو

پکتیکا کې څلور تنه غله نیول شوي دي

ښځه د تاريخ په هنداره کې/لیکوال امان الله نصرت

ویسا اکاډمي د نجونو څانګې د ښځو نړیواله ورځ ولمانځله

هلمند کي ۸ مه د مارچ یا د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د پي ټي اېم علي وزیر او محسن داوړ په پيښور هوائی ډګرکې د پاکستان د پوليسو لخوا ودرول شول!

ربي پیرزاده د “کرونا ویروس” اسانه درملنه بیان کړه

دسولي په اړه څو خبرې/لیکنه: غورځنگ سیال

د رڼا په لور/لیکوال امان االله نصرت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *