کورپاڼه لیکنې ټولنیزې جامونه د زم زم /لیکوال امان الله نصرت
ټولنیزې - فبروري 19, 2020

جامونه د زم زم /لیکوال امان الله نصرت

ژوندون د زمانې په ګږلېچونو کې سفر دی ژوندون کله اغزو کله ګلونو کې سفر دی

کاروان د ژوند کاروان په بېړه پر مخ ځي او خپل وروستي منزل او پړاو ته ځان ورنږدې کوي۰

هنداره، سه شنبه، د دلوې ۳۰مه:  ژوندي ولسونه او ملتونه د ژوندي او خوندي پاتې کېدو لپاره د ژوند له هرې شيبې د پام وړ ګټه اخلي او هڅه کوي چې هر دم او قدم د خپلې سوکالۍ او نيکمرغۍ لپاره له وخت څخه لازمه استفاده وکړي او د ځان او خپلې ټولنې او خلکو د خير او پرمختک لپاره توند او ګړندي ګامونه واخلي۰ وخت په بېړه بيړه پر مخ ځي او هغه څه چې تر شا ېې پرېږدي او د تاريخ پاڼو ته ېې سپاري هغه د هر انسان عمل او کړه وړه دی چې کوي ېې او سر ته ېې رسوي۰ د دنيا په فاني غېږه کې مونږ ټول د ژوند د ستړو لارو او د يوه ستړي سفر لاروي يو چې د فنا په لور پر مخ ځو او د ابدي ژوند او بقا په لور په پوره چټکتيا خپله د سفر لار لنډوو او بالاخره د خپل سفر په پای کې له دې نيمګړې نړۍ څخه رخصتېږو۰ هغه څه چې انسان ېې د خپل ژوند په پای او د خپل سفر نه وروسته پرېږدي هغه د هر چا کردارونه، عمل او کړه وړه دی چې د تاريخ پاڼې ېې په خپل زړه کې خوندي کوي او راتلونکو نسلونو ته ېې وړاندې کوي۰ جامونه د زم زم د ځوان او تاند شاعر او ليکوال ښاغلي اياز الله ترکزي صيب د هغه سفر يو بشپړ تصوير او راپور دی چې دې ښاغلي پکې د حج د فريضې سعادت حاصل کړی او د مکي او مدينې په بختوره خاوره ګرځېدلی او د اسلام د پنځم رکن مناسک او فرايض ېې ادا کړي دی۰ ما د ښاغلي ترکزي د سفرنامې ټولې برخې ولوستي چې ډېر خوند مې ترې واخيست او په يو نيم ځای کې مې له سترګو اوښکې هم وبهېدلې۰ د ( جامونه د زم زم ) سفرنامې د ليک ژبه خورا خوږه، ساده او روانه ده چې په اسانۍ پرې لو ستونکي پوهېږي او ډېره پېچلتيا او سختي پکې نه محسوسوي۰ دا سفر نامه په حقيقت کې د حج په اړه او همدغه راز د مکي او مدينې د جغرافيايي موقعيت او تاريخي حال احوال په اړه يو ګټور تحقيق او څېړنه ده چې ليکوال ترسره کړی او ډېر ارزښتناک معلومات ېې پکې راټول کړي دی۰ دا سفرنامه تر ډېره حده په فنې لوازماتو پوره ده او ښاغلي ترکزي پکې د خپل سفر د مشاهداتو او جرياناتو ښکلي منظرونه کښلي او د هر ځای او د هغو د اړونده مسايلو په باب ېې د تحقيق او علمي لټون هڅه کړې ده چې په خپل ځای خورا مهم او د قدر وړ کار دی ۰ له کور څخه د ترکزي صيب د رخصتېدو صحنه خورا دردونکې او له يوه خاص او ځانګړي کيفيت او حالت څخه ډکه وه کله چې هغه د مور مامي په غېږ کې نيسي او د مينې خوږوالی ېې محسوسوي نو د ترکزي ستونی راډکېږي او بې اختياره ېې له سترګو اوښکې بهېږي۰ له خويندو، ميرمن، د کور نورو خپلوانو او په ځانګړي ډول په دروازه کې د ولاړې مور له مينې ډکه غېږ ېې سا په ډوبېدو او زړه په درزېدو راولي او پټ پټ ېې ژړوي ، او بالاخره دا په سفر روان زلمي ډکې سترګې له خپلوانو او دوستانو رخصت اخلي او د حج په ښکلي او نوراني سفر روانېږي۰ دا سفر نامه چې کله څوک لولي نو داسې محسوسوي چې پخپله هم په هغه ځايونو ګرځي چې د سفرنامې ليکوال پرې ګرځېدلی او هغه ليدلي کتلي دي دا ځکه ليکوال خپله ليدنه او مشاهده په داسې مهارت او امانت ددې سفرنامې په پاڼو کې انځور کړې او د قلم په نوکه کښلې چې قدم په قدم لوستونکی له ځان سره بيايي او له ځان سره ېې په هغو مبارکو ځايونو ګرځوي چې دی پرې ګرځي او ويني ګوري ېې۰ په دې سفر نامه کې ښاغلی ترکزي د حج په ټولو مناسکو رڼا اچولې او دا کتاب حج ته د سفر کوونکو لپاره د يوه لارښود او معلم حيثيت لري چې هر څه ېې اسانه کړي او لازمه رڼا ېې پرې اچولې ده۰ په دې سفرنامه کې ښاغلی ليکوال د مکي مکرمي په اهميت، مقام او مرتبه غږېدلی او دا فضيلتونه او عظمتونه ېې د احاديثو په او د قراني ايتونو په راوړلو او بيانولو په اثبات رسولی دی چې ډېرو لوستونکو ته به دا معلومات نوي او په زړه پورې وي۰ مکې ته د بلد حرم د ويلو په تاريخ او ددې خاورې په ادابو هم ښاغلي ترکزي معلومات شريک کړي او د حرم په حدودو او عظمت ېې د ايتونو او نبوي احاديثو په رڼا کې لازم معلومات د خپلط سفرنامې پاڼو ته سپارلې دي۰ د حرم عظمت، د مکې مکرمې نوم، د مکې مکرمې افضليت، په مکې مکرمې کې اوسېدل په دې ټولو عنوانونو ترکزي صيب ليکنې کړي او ګټور معلومات ېې راټول کړي دي۰ وروسته بيا ليکوال د کعبې شريفې تاريخ ، د کعبې د جوړولو بېلابېلې مرحلې، د اصحاب فيل واقعه، قيامت ته نږدې د کعبې ړنګول، د کعبې غلاف، مقام ابراهيم او د هغې فضيلت، حطيم، ملتزم، د حجر اسود فضيلت، او د نبي کريم ص په لاسونو د حجر اسود لګول، د زم زم چينه او تاريخچه، بېلابېل نومونه ېې، د زمزم د اوبو فضيلت او په دې اړه بشپړ معلومات او حقايق څېړلي او سپړلي دي۰ له يادو شوو معلوماتو ورسته ښاغلي ترکزي غار ثور، مسجد جن، منی، عرفات، غار حرا او نورو تاريخي ځايونو ته د خپل تګ کيسې کړي او خپل مشاهدات او ليدلي کتلي حالات ېې د کتاب پاڼو ته سپارلي او زمونږ مخې ته ايښي دي۰ د مکي له مناسکو او فرايضو له اداکولو ورسته په سفر نامه کې د مدينې په اړه د ليکوال څېړنه او شننه مخې ته راځي او په دې اړه د نبوي احاديثو او تاريخي شواهدو او اسنادو پر بنسټ ېې خورا په زړه پوري تجزيه کړې او راټول شوي مطالب او معلومات ېې د خپلې سفرنامې برخه ګرځولې ده۰ ښاغلی ترکزی په خپله سفرنامه کې د مدينې منورې په فضيلت او تبرک غږېدلی، له مدينې سره ېې د رسول اکرم په مينه خبرې کړي ، د مدينې په باغونو ګرځېدلی، د مسجد نبوي، حرم، محراب او منبر تاريخچه ېې بيان کړې او د رسول مقبول روضې مبارکې ته د خپل تګ ذکر او يادونه ېې په خوږو الفاظو کړې چې زړونو ته د خوښۍ خوږ احساس او ارامي وربښي۰ ليکوال بيا د احد د غره په اړه د پام وړ معلومات کښلي او هلته ېې د خپل تګ او سترګو ليدلی حال بيان کړی دی، مسجد قبا ته ېې د خپل سفر مشاهدات قلم ته سپارلي او د الله دغه ښکلي کور په برکتونو او عظمتونو ېې رڼا اجولې ده دا جومات په هغه وخت کې جوړ شو چې کله د اسلام ستر پيغمبر مدينې ته هجرت وکړ او دغې خاورې ته له ننوتو سره سم ېې ددغه مبارک جومات د بنسټ ډبره کېښوده۰ ښاغلی ترکزي بيا د مسجد قبلتين په اړه خپله څيړنه د خپلې سفرنامې پاڼو ته سپارلې او همدغه راز د مسجد نبوي د زيارت په ادابو يي خبرې کړې دي۰ ښاغلي ترکزي د مدينې په مختلفو مقدسو او تاريخي ځايو کې ګرځيدلی دی او خپل مشاهدات ېې قدم په قدم له مونږ سره شريک کړي دي۰ هغه د خپل سفر په اوږدو کې له مدينې څخه منی ته راغلی او هلته د خپلو څو شپو د تېرولو ، عرفات ته د تګ او همدغه راز په مزدلفه کې د خپل قيام او د شيطانانو د ويشتلو حالات په ښکلي انداز ليکلي او د هغې زړه راښکونکي منظرونه ېې د خپلې سفرنامې په پاڼو کې ځای کړي دی۰ ښاغلي ترکزي د خپل سفر وروستي حالات او وطن ته د راستنېدو تياري او په مکه مکرمه کې د خپلو ورستيو شپو ورځو په اړه هم يادونه کړې او د دغه بختور او له فيوضاتو ډک سفر لړۍ ېې په همدغو خوږو خوږو شېبو کې بشپړ شوی او پای ته دسولی دی۰ الله ج دې د ښاغلي ايازالله ترکزي صيب طاعات او عبادات په خپل دربار کې قبول او مونږ ته دې بيا بيا د دغې سترې اسلامي فريضې د ادا کولو توان او توفيق راکړي ۰ حمزه سفر که د حجاز وي نو هم زه د پښتون له قافلو سره ځم حمزه بابا په ډېره مينه او اسلامي ولولو

امان الله نصرت ۱۸/۲/۲۰۲۰ پېښور

د ملي امنیت منسوبینو په تورخم ښارګوټې کې له پاکستان نه را لیږدول شوي یو ټیلر کي لس زره کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې نیولي

د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي: د سولي او اوربند غوښتنه کوو، او د خپلو امنیتي ځواکونو ترشاه ولاړیو

پکتیکا کې څلور تنه غله نیول شوي دي

ښځه د تاريخ په هنداره کې/لیکوال امان الله نصرت

ویسا اکاډمي د نجونو څانګې د ښځو نړیواله ورځ ولمانځله

هلمند کي ۸ مه د مارچ یا د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د پي ټي اېم علي وزیر او محسن داوړ په پيښور هوائی ډګرکې د پاکستان د پوليسو لخوا ودرول شول!

ربي پیرزاده د “کرونا ویروس” اسانه درملنه بیان کړه

دسولي په اړه څو خبرې/لیکنه: غورځنگ سیال

د رڼا په لور/لیکوال امان االله نصرت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *