کورپاڼه ادب لنډې کیسې انتظار /(لنډه کيسه)
لنډې کیسې - فبروري 19, 2020

انتظار /(لنډه کيسه)

هنداره، سه شنبه، د دلوې ۳۰مه:د دروازې مخ ته يې موټر ودراوه دوه پرله پسې هارنګونه يې وکړل , وروسته يې وړه لورکۍ راووته غټه دروازه يې نه شوای خلاصولای په غوسه يې وويل احمد چيرته لانه دی راغلی? مجبور شو په خپله يې دروازه خلاصه کړه په حولی کې يې موټر ودراوه , دوهم پوړته په ختلو شو وړې لورکۍ يې دواړه سپين ډډ لاسونه ورته نيولي وه , خو دی ترې تېر شو دميرمنې نوم يې واخېست احمد لانه دی راغلی? هغې ورته نه وويل رابه شي هلک دی چيرته به ساعت تېروي . دی نور هم په غوسه شو, کړکۍ ته ورپورته شو دروازې ته يې رډې سترګې نېولې وې , داچې احمد يې يوازنۍ زوی ؤ نورې يې اته لورګانې وې مشرې لوريې چای ورته راوړ پياله يې ورواخېسته شونډو ته يې نژدې کړه پر وسوځيده له جيبه يې دسګريټو کوتی راوېست وې لګاوه له خولې شين لوګی په کوټه تاوراتاوشو ميرمنې ته يې په غوسه وويل سل ځلې مې درته ويلي چې هلک ته وايه چې په وخت راځه! په شپږمه لوريې غږ وکړ بسنامې! ته ورشه د ګل محمد زوی راغلی کنه? هغه په منډه لاړه هغه راغلی وه ورته يې ويلي وو ,چې احمد ته يو موټر ودريده او ورسره سپور شو . بسنامه بيرته کورته راغله پلارته يې دګل محمد دزوی خبرې تکرارکړې , پلار يې موبائل راواخېست له ټولو دوستانو نه يې داحمد پوښتنه کوله خو ټولو منفي ځوابونه ورکول , دباندې راووت لکه لېونۍ په کوڅه کې ګرد ګرځيده بيرته کورته راغی , دې وخت کې ماښام شو خو داحمد درک نه معلوميده , ماښام تياره شوه په سوچونو کې ډوب وه چې پر موبائل يې زنګ راغی, پورته يې کړ له هغې خوا دروند غږ وو داحمد پلاريې? هو هو احمد خبرې يې ورپرې کړې غوږ ونيسه! احمد له موږ سره دی تر سهاره که دې پنځوس زره ډالر پيدانه کړل بيا نو دې احمد ژوندی نه بلکې مړبه وي , يوساعت ورسته دمسنجر له لارې درسره په اړيکه کې کېږم ګوره! ګوره ! غوږ ونيسه! اړيکې يې پرې کړه ټولو په چيغو ژړل له دنه لاره ورکه وه چې څه وکړي , دومره ډېرې روپۍ په کم وخت کې. په ذهن کې يې ګډ وډ سوچونه راتلل ,ساعت وروسته يې په مسنجر زنګ راغی ورته يې وويل پيدا دې کړې هو هو خو لږوخت راکړئ. په ويډيو کې يې احمد ورته وښود چې په زيرزمنې کې يې په ميز لاسونه ورايښي سترګې يې پرې تړلې, په ژړا او غريو کې پلارته وايي ما وژغوره!,هغوی يې پر ګوتو چاړه کېښوده ګوره! تر سهاره که دې پيسې برابرې نه کړې بيا يې ګوتې درلېږم , مبائل يې بند کړ . کله چې داحمد سترګې خلاصيږي يو کس چې پوز يې تړلی له سترګويې پيژني چې جمال غوندي دی , خو وروسته په ناپامۍ جمال پوز خلاصوي خو داځل يې احمد سم پيژني اه جماله ته يې ! جمال يې دکاکازوی وه. جمال او ملګريې پريکړه کوي چې احمد بايد له منځه يو سي همداسې يې وکړل , احمد يې دتومانچې په واسطه وواژه , او پلارته يې تلېفون وکړ چې په فلاني نيمه کاره ودانۍ په زيرزمينې کې دی . پای ليکوال : عبدالصمد بهير

د ملي امنیت منسوبینو په تورخم ښارګوټې کې له پاکستان نه را لیږدول شوي یو ټیلر کي لس زره کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې نیولي

د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي: د سولي او اوربند غوښتنه کوو، او د خپلو امنیتي ځواکونو ترشاه ولاړیو

پکتیکا کې څلور تنه غله نیول شوي دي

ښځه د تاريخ په هنداره کې/لیکوال امان الله نصرت

ویسا اکاډمي د نجونو څانګې د ښځو نړیواله ورځ ولمانځله

هلمند کي ۸ مه د مارچ یا د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د پي ټي اېم علي وزیر او محسن داوړ په پيښور هوائی ډګرکې د پاکستان د پوليسو لخوا ودرول شول!

ربي پیرزاده د “کرونا ویروس” اسانه درملنه بیان کړه

دسولي په اړه څو خبرې/لیکنه: غورځنگ سیال

د رڼا په لور/لیکوال امان االله نصرت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *