کورپاڼه خبرونه ورزش بيګ باش کې دراشد خان هېټريک
ورزش - جنوري 8, 2020

بيګ باش کې دراشد خان هېټريک

راشد  نن په بيګ باش ليګ کې درې لوبغاړي په درې پرلپسې توپونو وسوځول او د روان ليګ لومړنی هېټريک يې ترسره کړ.

د بيګ باش تجارتي ليګ کې نن د اډلايډ سټرايکرز او سډني سيکسرز ترمنځ لوبه ترسره شوه. د لوبې په پيل کې سډني سيکسرز پچه وګټله او لومړی يې د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

اډلايډ سټرايکرز په ۱۹.۴ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۵ منډې وکړې، چې له ډلې يې جېک ويدرالډ ۴۷ او لوبډلمشر الېکس کېري ۳۲ منډې وکړې، همدا راز راشد خان بيا کومه منډه ترلاسه نه کړه.

د سډني سيکسرز له لوري ټام کران ۴، بين دوارشیوس او لويډ پاپ ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

د ۱۳۶ منډو هدف د سډني سيکسرز لوبډلې په ۱۸.۴ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو پوره او په ۲ ويکټو يې بريا خپله کړه. د دوی له لوري جېمز وينس ۲۷ او ټام کران ۲۱ منډې ترلاسه کړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ټام کران ته ورکړل شوه، چې نن يې په توپ اچونه او توپوهنه کې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه او خپله لوبډله يې بريالۍ کړه.

د ملي امنیت منسوبینو په تورخم ښارګوټې کې له پاکستان نه را لیږدول شوي یو ټیلر کي لس زره کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې نیولي

د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي: د سولي او اوربند غوښتنه کوو، او د خپلو امنیتي ځواکونو ترشاه ولاړیو

پکتیکا کې څلور تنه غله نیول شوي دي

ښځه د تاريخ په هنداره کې/لیکوال امان الله نصرت

ویسا اکاډمي د نجونو څانګې د ښځو نړیواله ورځ ولمانځله

هلمند کي ۸ مه د مارچ یا د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د پي ټي اېم علي وزیر او محسن داوړ په پيښور هوائی ډګرکې د پاکستان د پوليسو لخوا ودرول شول!

ربي پیرزاده د “کرونا ویروس” اسانه درملنه بیان کړه

دسولي په اړه څو خبرې/لیکنه: غورځنگ سیال

د رڼا په لور/لیکوال امان االله نصرت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *