کورپاڼه ادب دلابه ډېرګلونه وشي په کرکر دشاعرانو تذکره ټولګه چاپ اومخکتنه یې هم وشوه
ادب - جون 23, 2019

دلابه ډېرګلونه وشي په کرکر دشاعرانو تذکره ټولګه چاپ اومخکتنه یې هم وشوه

راپور : نورګل اندړوال

دمرکزي بغلان دپوهنې ادبي بهیر کې د غړو پښتو ژبو او دري ژبو شاعرانو ادبي تذکره چې لابه ډېرګلونه وشي په کرکر کې نومیږي چاپ او مخکتنه یې دیوې غونډې په ترڅ کې دمرکزي بغلان پوهنې ادبي بهیر دغونډو په تالار کې وشوه .
دغه ادبي تذکره درې لیکوالانو عبدالمبین صافي ، نورګل اندړوال او عبدالمبین صافي لیکلې ده چې د۳۴ شاعرانو په اړه معلومات او دهغوی شعرونه پکې راخیستل شوې دي .
دلابه ډېرګلونه وشي په کرکرکې تذکره یي ټولګې مخکتنې ته دبغلانیو فرهنګیانو ، قومي مشرانو، دپوهنتون استادانو ، چارواکو اوځوانانوترڅنګ دکندوز او بلخ دادبي بهیرونو شاعران او فرهنګیان هم راغلي و.

غونډه کې دبغلان نوموتي شاعر جمعه خان توخي ویل دا لومړی ځل دی چې په بغلان کې دمرکزي بغلان  د پوهنې ادبي بهیر دغه درې غړي بریالي کیږي چې دلابه ډېرګلونه وشي په کرکر کې کتاب ولیکي او ترلوستونکو یې ورسوي .
دبلخ ادبي خوځښت مشر ذبیح الله احساس دلابه ډېرګلونه وشي په کرکر کې  کتاب دپښتو ادب او  مرکزي بغلان دپوهنې ادبي بهیر غړو لپاره یو ه ستره لاس ته راوړنه وبلله او ټينګار یې وکړ چې بغلان ادبي بهیر باید دکتابونو دچاپ لړۍ همداسې دوامداره وساتي او د ادب پالنې بحث ته په خپلو فرهنګي فعالیتونو کې لومړیتوب ورکړي .

دبغلان پوهنتون استاد او لیکوال ګل الرحمن رحمانی د لابه ډېرګلونه وشي په کرکر کې ټولګې چاپ یوغټ فرهنګي ګام وباله او ددې کتاب د لیکوالانو دهڅو دستاینې ترڅنګ یې ټينګار وکړ چې د بغلان په څېر جګړیز ولایت کې ددا ډول کتاب چاپ په ایرو کې د غمي پیدا کولو ته ورته کار  دی.
دکندوز پوهنتون استاد  او  شاعر عبدالمجید  پردیس او دپردیس کلتوري ټولنې مشر اسلم خان رشیدي دغه کتاب با ارزښت وباله او وې ویل چې بغلان کې شته دادبیاتو  استادان او ځايي قومي مشران باید  په دې ولایت کې د مرکزي بغلان دپوهنې ادبي بهیر دغړو ملاتړ وکړي .

دبغلان د اطلاعات او کلتور ریس ذکریا ناصري دلابه ډېرګلونه وشي په کرکر کې د کتاب چاپ دبغلان  د ادب او پښتو ژبې دبډاینې لپاره یو سترګام وباله او  ټینګاریې وکړچې  ددې کتاب لیکوالان باید  ورته نور مهم اثرونه هم ولیکي ترڅو پښتو ادب لاهم په ځان بسیا شي .

دکتاب لیکولانونورګل اندړوال او عبدالمبین صافی ویل کتاب مو دګڼو ستونزو په شتون کې چاپ کړی او ډاډ یې وښود  چې نور پنځه ټوکه کتابونه هم ترکار لاندې لري چې ژر به له چاپ څخه راووځي .

غونډه کې د بغلان ګڼ شمیر قومي مشرانو او  ځوانانو دلابه ډېرګلونه وشي په کرکر کې دچاپ شوې ټولګې مبارکي دبغلان ټولو ولسونو ته وویله او  ژمنه  یې وکړه په هر ډول شرایطو کې به دمرکزي بغلان دپوهنې ادبي بهیر نه ملاتړ کوي او غونډو ته به یې راځي .

دچاوراکو او  ولسونو له لوري دکتاب لیکوالانو نورګل اندړوال ، عبدالمبین صافي او  عبدالوهاب مومند ته دستاینلیکونو او  ډالی تر ورکولو وروسته دکتاب ویشنه شوه او غونډه دقاری صیب شیرعلي لکڼ خېل په دعا سره پای ته ورسیده .

راپور : نورګل اندړوال

د ملي امنیت منسوبینو په تورخم ښارګوټې کې له پاکستان نه را لیږدول شوي یو ټیلر کي لس زره کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې نیولي

د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي: د سولي او اوربند غوښتنه کوو، او د خپلو امنیتي ځواکونو ترشاه ولاړیو

پکتیکا کې څلور تنه غله نیول شوي دي

ښځه د تاريخ په هنداره کې/لیکوال امان الله نصرت

ویسا اکاډمي د نجونو څانګې د ښځو نړیواله ورځ ولمانځله

هلمند کي ۸ مه د مارچ یا د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د پي ټي اېم علي وزیر او محسن داوړ په پيښور هوائی ډګرکې د پاکستان د پوليسو لخوا ودرول شول!

ربي پیرزاده د “کرونا ویروس” اسانه درملنه بیان کړه

دسولي په اړه څو خبرې/لیکنه: غورځنگ سیال

د رڼا په لور/لیکوال امان االله نصرت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *