کورپاڼه خبرونه ورزش فوټبال دبغلان او کندهار دفوټبال سیالۍ مساوي پای ته ورسیدې
فوټبال - جون 9, 2019

دبغلان او کندهار دفوټبال سیالۍ مساوي پای ته ورسیدې

دبغلان او کندهار دفوټبال ټېمونو ترمنځ یو ورځنۍ سیالۍ دیوه یوه ګول په وهلو سره مساوي پای ته ورسیدې .
لوبغاړي او ورزشي امریت وايي دغې سیالۍ هرکال په دودیز ډول په میلي ورځو کې دکندهار او بغلان دفوټبال دلوبډلو ترمنځ ترسره کیږي او موخه یې هم دلوبغاړو ترمنځ دښې همغږۍ او یووالي راوستل دي .
بغلان ته راغلي دفوټبال مینه وال وايي چې دې ولایت کې ورزش ته زمینه برابره ده او کوم تصویر چې دجنګ له دې ولایته یوشمیرکړیو خپور کړی حقیقت نه لري .
راپورنورګل : اندړوال 
دبغلان او کندهار دفوټبال لوبډلو ترمنځ دمیلي ورځو پرمهال دوستانه سیالۍ چې تر شلوکلونو زیاته مخینه لري یو وار بیا دبغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې ترسره او دواړه لوبډلې دیوه یوه ګول په وهلوسره وتوانیدې چې لوبه مساوي پای ته ورسوي .
کندهاري او بغلاني لوبغاړي وايي چې ورته لوبې کولای شي دولایتونو دلوبغاړو ترمنځ یووالی کلک او ورزشي وړتیا یې لوړه کړي .
دمرکزي بغلان ولسوالۍ ورزشي امر احمدولي مرچل وايي چې دزیاتو کلونو راهیسې دفوټبال لوبې دبغلان  او  کندهار ټيمونو ترمنځ داختر په ورځو کې په دودیز ډول ترسره کیږي او موخه یې هم دفوټبال ټيمونو ترمنځ دښې همغږۍ اویووالي تامینول دي .
له سویل لویدیځې حوزې بغلان ته راغلي دفوټبال مینه وال وايي چې ځينوکړۍ دبغلان تصویر داسې خلکو ته ښيي چې یوازې په دې ولایت کې جګړیزحالات  حاکم دي او دورزش ترڅنګ نورکارونه پکې نه ترسره کیږي خو دوی دغه  تبلیغات دځينومغرضوکړیو بولي.
لوبغاړي وايي چې که ورته زمینه برابره شي او په ولایتونوکې ورته ورزشي امریتونه امکانات په واک کې ورکړي نودوی به دسولې پیغام له یوه ولایته بل ولایت ته ولیږدوي اوترڅنګ به یې ځوانان  ورزش ته راوبولي .

د ملي امنیت منسوبینو په تورخم ښارګوټې کې له پاکستان نه را لیږدول شوي یو ټیلر کي لس زره کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې نیولي

د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي: د سولي او اوربند غوښتنه کوو، او د خپلو امنیتي ځواکونو ترشاه ولاړیو

پکتیکا کې څلور تنه غله نیول شوي دي

ښځه د تاريخ په هنداره کې/لیکوال امان الله نصرت

ویسا اکاډمي د نجونو څانګې د ښځو نړیواله ورځ ولمانځله

هلمند کي ۸ مه د مارچ یا د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د پي ټي اېم علي وزیر او محسن داوړ په پيښور هوائی ډګرکې د پاکستان د پوليسو لخوا ودرول شول!

ربي پیرزاده د “کرونا ویروس” اسانه درملنه بیان کړه

دسولي په اړه څو خبرې/لیکنه: غورځنگ سیال

د رڼا په لور/لیکوال امان االله نصرت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *