کورپاڼه داونۍ څیره یوه مبارزه نجلۍ آمنه وردګ درپیژنو
داونۍ څیره - مې 2, 2019

یوه مبارزه نجلۍ آمنه وردګ درپیژنو

ژوند د هیلو او ارمانونو ټولګه ده، بې هیلې او بې هدفه ژوند د هغو خلکو په ځانګړتیاوو کې راځي چې له خپلې ټولنې او خپل راتلونکي سره مینه نه لري. د ځان له پاره هر څوک ژوند کوي خو د عالي ژوند هنر دا دی چې د نورو ژوند او خیر ښېګڼه هم په پام کې ونیول شي او له انسانانو سره د هغوی ارمانونو ته په رسیدو کې مرسته او خواخوږي وشي.

پېغله آمنه  وردګ هغه خبریاله، د ښځو د حقونو مبارزه،  او خوږ ژبې ویانده ده چې د یوې لوستې او مبارزې نجلۍ په توګه یې دا چاره په اثبات رسولې او نه یوازې د خپلو همزولو، بلکې د هېواد په کچه ځان د یوې همداسې اتلې په توګه ثابت کړی دی.

  • زوکړه

آمنه  وردګ له نن نه ۱۹  پسرلي وړاندې د ارواښاد غلام دروېش په کاله کې نړۍ ته سترګې غړولې، له اره د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ اوسېدونکې ده، خو کورنۍ يې ۴۵ کاله وړاندې په بغلان ولایت کې مېشته شوه، همدلته یې کاروبار پیل او ګڼو کسانو ته یې د کار زمینه مساعده کړه. آمنه وردګ د اوو  وروڼو او درېیو خویندو خور ده، خپلې ټولې زده کړې یې په پخلمري کې په عالي نومرو سره پای ته رسولې دي.

  • زده کړه

آمنه وردګ خپلې زده کړې په بغلان ولایت کې تر سره کړې دي. نوموړې خپلې لومړنۍ، منځنۍ او د لېسې دورې زده کړې په فاطمه زهرا ښوونځي کې په ۱۳۹۴ کال کې پای ته رسولې دي. په همدې کال یې کانکور کې ګډون وکړ او د بغلان پوهنتون د ژورنالیږم پوهنځي مطبوعات څانګې ته په لومړو نومرو بریالۍ شوه.

۱۳۹۸ کال یې د لوړو زده کړو وروستی کال دی.

  • ټولنیز فعالیتونه

آمنه  وردګ لا په ښوونځي کې زده کوونکې وه چې د ژورنالیزم، ادب او ټولنیزې بیداري په برخه کې یې خپله وړتیا په اثبات ورسوله، له خپل ښوونځي پرته یې په داسې رسمي او ټولنیزو پروګرامونو کې د ویاندويي او تنظیم چارې مخته یوړې چې ترتیب او مخته وړل یې د ډېرو مجربو ویاندویانو او پروګرام جوړونکو لپاره هم ستونزمن وو.

نوموړې تل هڅه کړې چې د خپلو همزولو او خویندو د خېرښېګڼې، سوکالۍ، زده کړو او پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي، د رسنیو له لارې د خپلو خپرونو او فعالیتونو له لارې د هغوی غږ اوچت کړي او له دې ولایت پرته په کابل او نورو ولایتونو کې هم د هغوی ښه استازولي وکړلای شي او ثابته کړي چې ښځه هم د نارینه وو په څېر په ټولنیز بدلون کې پوره نقش لوبولی شي.

آغلې وردګ د خپلواک خبریالانو ملی پروګرام  چې په ارګ ماڼۍ کې د جمهوری ریاست د لور مقام ځانګړې همکاری څانګه  د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون جوړ شوی و، د نوموړې پغوره ویاندويي په صفت وستایل شوه

ستاینلیکونه

اغلې آمنه وردګ د خپلو ټولنیزو او ادبي فعالیتونو په ترڅ کې ګڼ ستاینلیکونه له بېلابېلو ادارو څخه  تر لاسه کړي دي چې په بېلابېلو پړاوونو کې د نوموړې د وړتیا څرګندونه کوي. د یادو ستاینلیکونو له ډلې څخه یې یو شمېر په لاندې ډول دي چې ځینې یې په لاندې ډول ذکر کوو:

  1. د په خپلو ژورنالیستکي او مدني هڅو کې ښځو ته د کړو خدمتونو په ویاړ د بغلان ولایت د مقام ولایت له لوري ځانګړی ستاینلیک.
  2. د امنیتي ځواکونو د ملي ورځې(د کب ۹مه) په مناسبت د غوره ویاندویي او پروګرام ښه تنظیم په ویاړ د بغلان امنیې قومانداني ستاینلیک.
  3. د ښځو نړیوالې ورځې(۸ مارچ) په مناسبت د جوړې شوې غونډې د ښه تنظیم په ویاړ د ( متحد ملت ) ګوند له لوري ځانګړی ستاینلیک.
  4. په چونغر راډیو کې د خبریالې او له دې لارې د ښوونیزو پروګرامونو او خبرونو په چمتو کولو کې د کړو هڅو په درناوي  او ویاړ د بغلان ولایت د پوهنې ریاست له لوري ځانګړی ستاینلیک (۱۳۹۲-۹-۶).
  5. د بغلان ولایت د ځوانانو لپاره د فرهنګي او ټولنیزو فعالیتونو په ویاړ د افغانستان د ځوانانو ټولنې د بغلان ولایت د څانګې له لوري د ویاړ او مننې ځانګړی ستاینلیک.
  6. د بغلان ولایت خلکو ته د یوې ژورنالیستې په توګه د کړو خدمتونو له لوري د بغلان ولایت د امنیتې قوماندانۍ له لوري ځانګړی ستاینلیک.
  7. د چونغر راډیو د مشرتابه لوري د ویاندويي او ورسپارل شوو مسوولیتونو د غوره تر سره کولو او د راډیو د تاسیس د درېمې کلیزې په مناسبت ځانګړی ستاینلیک.
  8. په فاطمه زهرا ښوونځي کې د غوره زده کوونکې او د ښوونځي شورا د فعالې غړې په توګه د ښوونځي په وړاندیز او د پوهنې ریاست په تایید د فعالې زده کوونکې ستاینلیک.
  9. د بغلان ولایت له پوهنتون سره د نوموړې د کړو هر اړخیزه همکاریو په ویاړ ددې پوهنتون د مشر پوهنمل خلیل احمد کانجو په لاسلیک ځانګړی ستاینلیک.
  10. د بیان ازادي او د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې(نی) سره په بغلان ولایت کې د ښځینه ژورنالیستانو ټولنې د منشی او غری  په توګه د نوموړې د همکاریو په سبب د نی ادارې ځانګړی ستاینلیک.
  11. د فاطمه زهرا لېسې د غوره زده کوونکې ا د لېسې د امریت په وړاندیزې او د پوهنې ریاست په تایید ځانګړی ستاینلیک او مننلیک.
  • دندې

اغلې آمنه وردګ د زده کړو په جریان کې ګڼې دندې هم تر سره کړې دي چې له هره اړخه یې خپلو هېوادوالو په ځانګړي ډول بغلاني مېرمنو ته ګټه رسولې او د هغوی غږ یې په ملي او نړیوالو رسنیو کې اوچت کړی دی.له یادو دندو څخه یې یو شمېر په دې ډول دی:

  1. د بغلان په یوه سیمه ییزه راډیو(چونغر) کې د دری خبرونو اویاند.
  2. په بغلان کې د افغان ښځینه ژورنالېستانو د ټولنې منشی.
  3. د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو د ښځو کمېټې غړی .
  4. په بغلان ولایت د ژورنالیستانو د هم غږي مرکز منشی له تېرو څو  میاشتیو راهیسې په بغلان ولایت کې  د غرغښت رادیو تلویزیون  د ګزارشګری په توګه او د ښځو شبکې مشره  په توګه سره دنده تر سره کوي.
  • هیلې او ارمانونه

د نوموړې ستره هیله او ارمان په دې ولایت کې د خپلو خویندو لپاره د ښوونې او روزنې، کار او ټولنیزو فعالیتونو د زمینې مساعدول دي چې ددې لپاره یې په بغلان او له بغلان نه بهر په ځانګړي ډول کابل کې په جوړو شوو سیمینارونو  او ناستو کې له ستونزو سره سره فعال ګډون کړی او دا موضوع یې مطرح کړې ده.

نوموړې له سیاست سره مینه دیره مینه  لري، او د  خپلو فعالیتونو د لا اغېزمنتیا لپاره له لیډرشیف یا رهبري سره  هم مینه لري، له هیلو یې یوه دا ده چې په ولایتي شورا  او ملي شورا کې د خپلو خویندو استازولي وکړي  او ترڅنګ یې غواړی په جهانی رسینو کې  لکه ثنا ساپۍ شان او ښایسته سادات لامې په شان د خبر ویانده شی او په تولنه کې د یوې تصویر رسنۍ بنستګړه وواسې

که چېرته د اغلې  وردګ کړي فعالیتونه او هڅې د هغې له اوسني عمر سره چې لا له دوو لسیزو نه اوړي؛ پرتله کړو، نه یوازې چې د زیاټې ستاینې وړ دي، بلکې په ښکاره ویلای شو چې په راتلونکی کې ورڅخه د سترو خدمتونو او لاسته راوړنو هیله کیږي. هغه په خپل کم عمر کې د خپلې کورنۍ او استادانو  ویاړ ګرځېدلې او  ډاډ ورکوي چې په راتلونکو کې به د سترو مسوولیتونو د اخیستلو  وړتیا او مسلکي ظرفیت ولري.

د آغلې ورګ پیغام ځوانانوته

هدف مې افغان زوریدلی ولس ته خدمت دی او د ځوان نسل پرمختګ مې یواځینی هیله ده

د آباد آزاد او سرلوری ګران هېواد افغانستان په هیله.

د ملي امنیت منسوبینو په تورخم ښارګوټې کې له پاکستان نه را لیږدول شوي یو ټیلر کي لس زره کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې نیولي

د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي: د سولي او اوربند غوښتنه کوو، او د خپلو امنیتي ځواکونو ترشاه ولاړیو

پکتیکا کې څلور تنه غله نیول شوي دي

ښځه د تاريخ په هنداره کې/لیکوال امان الله نصرت

ویسا اکاډمي د نجونو څانګې د ښځو نړیواله ورځ ولمانځله

هلمند کي ۸ مه د مارچ یا د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د پي ټي اېم علي وزیر او محسن داوړ په پيښور هوائی ډګرکې د پاکستان د پوليسو لخوا ودرول شول!

ربي پیرزاده د “کرونا ویروس” اسانه درملنه بیان کړه

دسولي په اړه څو خبرې/لیکنه: غورځنگ سیال

د رڼا په لور/لیکوال امان االله نصرت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *