کورپاڼه خبرونه سیمه او نړۍ له پنځو کلونو وروسته د داعش مشر ابوبکر بغدادي ویډیو کې ښکاره شو
سیمه او نړۍ - ویډیوګانې - اپریل 30, 2019

له پنځو کلونو وروسته د داعش مشر ابوبکر بغدادي ویډیو کې ښکاره شو

د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې يا داعش مشر په تېرو پنځو کلونو کې لومړی ځل په یوه ويډيو کې ښکاره شوی دی.

یاده ويډیو چې د دوشنبې په ورځ د داعش پر ویبپاڼه خپره شوه، ابو بکر البغدادي ښکاروي.

په ويډیو کې درې مول وهلي نارینه هم ښکاري چې د ده خبرو ته يې غوږ نیولی دی.

بغدادي ورو خبرې کوي او وايي چې داعش ډله به د دې ډلې د جګړه مارانو د وژل کېدو غچ واخلي.

دی وايي چې د ده د ډلې عمليات د لوېديځ پر وړاندې یوه اوږده جګړه ده.

دا څرګنده نه ده چې دا د اتلسو دقیقو اوږده ويډيو چېرته جوړه شوې ده.

د امریکا په ملاتړ عراقي ځواکونه د بغدادي په لټه کې دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت یوه وياند ويلي چې یاد وزارت به دا ويډیو وارزوي او استخباراتي ټولنې ته به اجازه ورکړل شي چې کره والی یې تأييد کړي.

ده زياته کړه چې امريکايي ائتلاف به یقیني کړي چې داعش ډله له تلپاتې ماتې سره مخامخ شي او پاتې مشران به یې له عدالت سره مخامخ کړي.

۴۷ کلن بغدادي تېر ځل په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د عراق د موصل ښار په النور جومات کې په یوه ويډیو کې راڅرګند شوی و.

همغه مهال ده د وینا پر مهال د اسلامي خلافت اعلان کړی و.

د ملي امنیت منسوبینو په تورخم ښارګوټې کې له پاکستان نه را لیږدول شوي یو ټیلر کي لس زره کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې نیولي

د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي: د سولي او اوربند غوښتنه کوو، او د خپلو امنیتي ځواکونو ترشاه ولاړیو

پکتیکا کې څلور تنه غله نیول شوي دي

ښځه د تاريخ په هنداره کې/لیکوال امان الله نصرت

ویسا اکاډمي د نجونو څانګې د ښځو نړیواله ورځ ولمانځله

هلمند کي ۸ مه د مارچ یا د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د پي ټي اېم علي وزیر او محسن داوړ په پيښور هوائی ډګرکې د پاکستان د پوليسو لخوا ودرول شول!

ربي پیرزاده د “کرونا ویروس” اسانه درملنه بیان کړه

دسولي په اړه څو خبرې/لیکنه: غورځنگ سیال

د رڼا په لور/لیکوال امان االله نصرت

د پي ټي اېم علي وزیر او محسن داوړ په پيښور هوائی ډګرکې د پاکستان د پوليسو لخوا ودرول شول!

محسن داوړ دولسمشرۍ دلوړي مراسمو کي ګډون کوي

سعودي کي ترافیکي پیښي له امله ۱۱ تنه مړه شوي

د چین د روغتیا وزارت:هانګ کانګ کې د یو تن په ګډون په ټول هیواد کې د مړو شمیره ۲۲۶۰ تنو ته لوړه شوې

د مورنیو ژبو نړیواله ورځ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ولمانځل

چین کې د کورونا ویروس د قربانیانو شمېر ۲۱۱۲ تنو ته ورسېد

په چین کې د کورونا ویروس د قربانیانو شمېر ۲۰۰۰ زره تنو ته ورسېد

دپاکستان کراچې کې زهرجن ګاز له امله دمړو شمیر ۱۶ تنو ته ورسید

مارک اسپر:له طالبانو سره هوکړه “هیله بخښونکې” ده خو له خطره خالي نه ده

 چين کې د کورونا ويروس د قربانيانو شمېر ۱۳۸۱ تنو ته ورسېد

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *