کورپاڼه ادب څروی او د لفظونو رنګیني
ادب - کتابونه - اپریل 23, 2019

څروی او د لفظونو رنګیني

لیکنه/ خالص ادیب

ذهن د حواسو په واسطه له بېروني نړۍ څخه تصویرونه اخلي، څه چې ویني ټول راجلبوي. د وخت په تېرېدو ور سره په مستقیم یا غیرې مستقیم ډول اړیکه ټینګوي، نو ځکه زموږ ذهنونه مخفي کامرو غوندې دي، هر چېرته چې ځو د هماغه شېبو ریکارډ له ځان سره کوي چې بیا یې په غیرې شعوري توګه نندارې ته اېږدي. کله چې دغه تصویرونه زموږ په دورني نړۍ کې ځای پر ځای شي؛ نو ذهن مو خپله په خوځښت راځي، کوم عکسونه او ویډیوګانې چې ذهن مو په بېلابېلو وختونو کې له مختلفو شېبو اخیستې دي، د میزان په تله تلي، هغه چې لیکوال/شاعر ته نوې وي ترې اخلي یې بیا یې په خاصو لفظونو کې رانغاړي او ټولنې ته یې وړاندې کوي. په همدغه ثبت شویو پېښو کې ځینې صحنې لکه د زنځیر کړۍ له یو بل سره ځای نښلوي، ځیرک انسانان دغه زنځیري کړۍ ماتوي، دوی کوښښ کوي په ذهن کې یې غوټه شوې پېښې همېشه وسپړي، تر څو په مغزو یې د نویو پېښو ګرد پرېوځي؛ خو دا هر څوک نشي کولای بلکې یوازې او یوازې هغه پنځګر یې کولای شي چې تخیلي قوه یې قوي وي. نو زمان او مکان دواړه د شاعر، لیکوال او هنرمند په پنځ اغیزه کوي، د څروي لیکوال هم له هېواد څخه بهیر په اورپا کې ژوند کوي؛ ځکه په ډېری کیسو کې د افغاني چاپيریال څرکونه نه بلکې د هغه محیط نښانې لیدل کېږي چېرته چې لیکوال ژوند کوي. په څروي کې ماته تر ټولو په زړه پورې اړخ هم همدا و چې لیکوال تر خپلو سترګو وړاندې پېښو شویو پېښو ته کیسیزه بڼه ورکړې ده، په داستان کې صحنې هغه وخت لوستونکی ښې حس کولای شي، کله چې هماغه صحنه د خیال د رنګینو تر څنګ حقیقت ته هم نږدې وي. څروی مې ولوست، خوندورې تصویرکښنې، د کرکټرونو لوبونې، د موضوع انتخاب، د کیسو نومونو، په ځینو کیسو کې مې له مکالمو څخه خوند واخیست؛ خو هغه تنده مې ورباندې ماته نشوه کومې کیسې چې ما د پسرلی صیب په مېږتون او لپه کې لوستې وې دلته هم کیسې د لنډون له اړخه هماغسې وې؛ خو ځینې کیسې راته بېخي له عادي موضوع هم عادي ښکاره شوې یا دا چې د ده دې کیسو ژبه سیمبولیکه ده، زه به په ځینو کیسو نه وم پوه شوی. هر هغه څوک چې کیسه لیکي، له کیسو سره مینه لري؛ نو د څروي د لوستلو سپارښتنه ورته کړم، د کتاب په لوستلو سره به نه یوازې له کیسو خوند واخلئ بلکې دا به هم زده کړئ چې څنګه موږ په نثر کې په لفظونو باندې لوبې وکړو، د خوندورو کلمو په زور څنګه لوستونکي د داستان لوستلو ته راماتوی شو. څروی د تکړه لیکوال اجمل پسرلی تازه چاپ شوې د لنډو کیسو ټولګه ده چې شاوخوا اوه پنځوس کیسې په کې راغلې دي. کتاب یو سله څلور پاڼې لري، سروش کتاب پلورنځي چاپ کړی دی، د پسرلی صاحب قلم د روان وي دده د نورو کیسو په تمه.

د ملي امنیت منسوبینو په تورخم ښارګوټې کې له پاکستان نه را لیږدول شوي یو ټیلر کي لس زره کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې نیولي

د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي: د سولي او اوربند غوښتنه کوو، او د خپلو امنیتي ځواکونو ترشاه ولاړیو

پکتیکا کې څلور تنه غله نیول شوي دي

ښځه د تاريخ په هنداره کې/لیکوال امان الله نصرت

ویسا اکاډمي د نجونو څانګې د ښځو نړیواله ورځ ولمانځله

هلمند کي ۸ مه د مارچ یا د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د پي ټي اېم علي وزیر او محسن داوړ په پيښور هوائی ډګرکې د پاکستان د پوليسو لخوا ودرول شول!

ربي پیرزاده د “کرونا ویروس” اسانه درملنه بیان کړه

دسولي په اړه څو خبرې/لیکنه: غورځنگ سیال

د رڼا په لور/لیکوال امان االله نصرت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *