کورپاڼه خبرونه افغانستان راشد خان پر ایرلینډ جایزه ترلاسه کړه
افغانستان - خبرونه - ورزش - مارچ 8, 2019

راشد خان پر ایرلینډ جایزه ترلاسه کړه

هنداره ــ  د افغانستان او ایرلینډ په څلورمي یورځنۍ لوبه کي دواړې لوبډلي د لوبي د ګټلو په تکل میدان ته کښته سوې، دې لوبه کي افغان کرکټ ملي لوبډلي ایرلینډ ته په ډیر توپیر ماته ورکړه.

افغانستان او ایرلینډ ترمنځ په دې لوبه کي ایرلینډ پچه وګټل او افغان لوبډلي ته یې د توپ وهني بلنه ورکړه. افغان لوبډلي په ۴۹،۱ اور کي د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ایرلینډۍ لوبډلي ته د ۲۲۴ منډو هدف ورکړ.

افغان لوبډلي ته لمړنیو لوبغاړو حضرت ځاځي، نور علي ځدران، او رحمت شاه ډیر ژر ویکټي له لاسه ورکړې ، خو د لوبي کنټرول او د غټ هدف ټاکلو لپاره اضغر افغان، محمدنبي، او راشد خان ټټر وټکوی او داځل یې د ایرلینډ خلاف بهترینه لوبه وکړه. افغان لوبډلي ته لوبډلمشر نيمه سلیزه پوره کړه، دا د نوموړي په یورځنیو لوبو کي لسمه نيمه سليزه وه، خو په روانو لوبوکي یې دوهمه نيمه سليزه وه چي د خپل ټېم لپاره یې پوره کوي.

تر اصغر افغان وروسته محمد نبي هم بهترینه لوبه وکړه محمد نبي هغه لوبغاړی دی چي ډیری وخت یې خپل ټېم ته د لوبي ګټل ور ترغاړي وي، محمد نبي بیا د خپل ټېم په ګټه ۶۴ منډي وکړې. بل خوا بیا افغان ګوګلي ماسټر راشد خان د خپلو پنځوس اوریزو لوبو په بهیر کي څلور نیمه سلیزي پوره کړې. د ایرلینډ لپاره کامیرون درې، رنکین او مک براین دوې_ دوې ویکټي ترلاسه کړې. کامیرون د محمد نبي، نجیب، او ګلبدین ویکټي ترلاسه کړې، رنکین د رحمت شاه او افتاب عالم ویکټی ، او مک براین بیا د حضرت، اکرم علي خیل ویکټي ترلاسه کړې.

همدې لوبه کي په دوهم وار توپ وهنه کي بیا ایرلینډ لوبډله د پوره چمتوالي سره میدان ته کښته سوه، خو افغان لوبډلي وکولای سوه چي د ایرلنډۍ لوبډلي مرال صفر کړي، د ایرلینډ لوبډلي په ۳۵،۳ اوره کي ۱۱۴ منډي وکړې ، خو ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړه، افغان لوبډلي دا لوبه په ۱۰۹ منډو وګټل. د ایرلینډ د ویکټو پیل افتاب عالم وکړ، دوی ته کیوین ابراین ډیري ۲۶ منډي وکړې. افغان لوبډلي ته افتاب عالم څلور، راشد خان دوه ، او مجیب هم دوه خو مجیب بیا په یوورځنیو لوبو کي ۵۰ ویکيټي پوره کړې، ګلبدین او محمد نبي یوه یوه ویکټ ترلاسه کړه. ددې لوبي غوره لوبغاړی خان راشد خان وټاکل سو، راشد خان دوه ویکټي او ۵۲ منډي وکړې. د یادوني ده چي د افغان لوبډلي او ایرلینډ د یورځنیو لوبو په بهیر کي افغان لوبډلي دوه او ایرلینډ یوه لوبه ګټلې، خو ددې لوبډلو د سرنویشت لوبه یکشنبه دولس بجې ترسره کیږي.

 

خبریال: عبدالولي عمري

د ملي امنیت منسوبینو په تورخم ښارګوټې کې له پاکستان نه را لیږدول شوي یو ټیلر کي لس زره کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې نیولي

د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي: د سولي او اوربند غوښتنه کوو، او د خپلو امنیتي ځواکونو ترشاه ولاړیو

پکتیکا کې څلور تنه غله نیول شوي دي

ښځه د تاريخ په هنداره کې/لیکوال امان الله نصرت

ویسا اکاډمي د نجونو څانګې د ښځو نړیواله ورځ ولمانځله

هلمند کي ۸ مه د مارچ یا د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د پي ټي اېم علي وزیر او محسن داوړ په پيښور هوائی ډګرکې د پاکستان د پوليسو لخوا ودرول شول!

ربي پیرزاده د “کرونا ویروس” اسانه درملنه بیان کړه

دسولي په اړه څو خبرې/لیکنه: غورځنگ سیال

د رڼا په لور/لیکوال امان االله نصرت

د ملي امنیت منسوبینو په تورخم ښارګوټې کې له پاکستان نه را لیږدول شوي یو ټیلر کي لس زره کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې نیولي

د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي: د سولي او اوربند غوښتنه کوو، او د خپلو امنیتي ځواکونو ترشاه ولاړیو

پکتیکا کې څلور تنه غله نیول شوي دي

هلمند کي ۸ مه د مارچ یا د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

هلمند کې د کرونا يوه مشکوکه پيښه ثبت شوې

سیاف ولي کرزی له غني سره کښیناوه ایا کوم جوړ جاړی شوی دی؟

هلمند ولایت کي د شګوفي نورزۍ په نوم خیریه بنسټ پرانیستل شو

پکتیکا کې ۱۹ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي

جوزجان ته ده ثبات اوهمپالني ډلي نوي والي معرفي شو

ارزګانیان:سوله او دایمي اوربند باید وشي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *