کورپاڼه ادب د مارټین ګوپټیل دوو سلیزو بنګال لوبډله له ماتي سره مخ کړه
ادب - فبروري 16, 2019

د مارټین ګوپټیل دوو سلیزو بنګال لوبډله له ماتي سره مخ کړه

د نیوزلینډ او بنګلدېش په دوو یورځنیو لوبو کي تر اوسه د بنګال لوبډله پر شاتللې، خو نیوزلینډ بیا د ګوپټیل په مرسته د یادو سیالیو دوې لوبي په پرلپسې ډول ګټلي او خپل هیواد ته یې د لوبلړۍ د ګټلو زیری ورکړ.

د دواړو هیوادونو ترمنځ د کرکټ سیالۍ د همدې فیبروري پر ۱۳ سمه نېټه پیل سوې چي لمړۍ لوبه د نیوزلینډ په ګټه پای ته ورسیده ، په همدې لوبه کي مارټين یوه په زړه پوري لوبه نندارې ته وړاندي کړه. مارتین په ۱۱۶ توپونو ۱۱۷ منډي وکړې ، او ځان یې د همدې لمړۍ یورځنۍ لوبي غوره لوبغاړی کړ.

د نیوزلینډ او بنګلدېش هیوادونو ترمنځ د همدې یورځنو لوبو په دوام کي دوهمه لوبه هم نیوزلینډ د لمړۍ لوبي په ډول وګتل او هم هغه ډول یې په ۸ ویکټو بنګالۍ لوبډلي ته ماته ورکړه. د لوبي پیل بنګال لوبډلي وکړ چي د محمد میتان ۵۷ او شبیر رحمٰن ۴۳ منډو په مټ یې نیوزلینډ لوبډلي ته د ۲۲۷ منډو هدف ورکړ. د بنګال لوبډلي ټاکلي هدف ته نیوزلینډ لوبډله د ګوپټیل د ۱۱۸ او د ویلمسون د ۶۵ منډو په مټ په پټو سترګو ورسیدل ، او دوهمه لوبه یې هم خپل په نوم کړه.

بنګال لوبډله د درې یورځنۍ لوبلړۍ څخه محرمه سول ځکه دوې پرلپسې لوبي یې وبایللې. د همدې لوبي د غوره لوبغاړي ډالۍ یو ځل بیا ګپټیل ته ورکول سوه. د یادوني ده چي د نیوزلینډ او بنګلدېش د همدې لوبلړۍ دریمه یا ورستۍ لوبه د فیبروري پر ۲۰ تاریخ د شپې پر ۲:۳۰ ترسره کیږي، له دې څخه وروسته دواړې لوبډلي د فیبروري پر ورستۍ ورځ د درو ټېسټ لوبو لمړۍ لوبه تر سره کوي ، چي دا لوبي به د مارچ تر ۲۰ نېټې پوري دوام وکړي.

 

خبریال: عبدالولي عمري

د ملي امنیت منسوبینو په تورخم ښارګوټې کې له پاکستان نه را لیږدول شوي یو ټیلر کي لس زره کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې نیولي

د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي: د سولي او اوربند غوښتنه کوو، او د خپلو امنیتي ځواکونو ترشاه ولاړیو

پکتیکا کې څلور تنه غله نیول شوي دي

ښځه د تاريخ په هنداره کې/لیکوال امان الله نصرت

ویسا اکاډمي د نجونو څانګې د ښځو نړیواله ورځ ولمانځله

هلمند کي ۸ مه د مارچ یا د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د پي ټي اېم علي وزیر او محسن داوړ په پيښور هوائی ډګرکې د پاکستان د پوليسو لخوا ودرول شول!

ربي پیرزاده د “کرونا ویروس” اسانه درملنه بیان کړه

دسولي په اړه څو خبرې/لیکنه: غورځنگ سیال

د رڼا په لور/لیکوال امان االله نصرت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *